۲۰۱۶ کال د سوري ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه کال وبلل شو

ملګري ملتونه وايي، ۲۰۱۶ میلادي کال د سوریې له جګړې څخه د اغېزمن شوو ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یونېسف په یوه راپور کې چې تازه خپور شوی، راغلي: "تېر کال په سوریه کې لږ تر لږه ۶۵۲ ماشومان وژل شوي او څو میلیونه نور سوریايي ماشومان د کډوالۍ له کبله ځورېږي."
د دې ادارې په وینا، تېر کال په سوریه کې د جګړې په زیاتېدو، د ماشومانو د وژلو، ټپي کېدو او د وسله‌ والو په توګه د دوی د ګومارنې کچه هم لوړه شوې ده.
د یونېسف دا راپور د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل له شپږمې کالیزې دوه ورځې مخکې خپور شوی دی.