
په ترکیه کې د هالنډ هېواد سفیر، چې اوسمهال په هالنډ ته په رخصتیو تللی دی، د ترکې حکومت چارواکو پرېکړه کړې ده، چې نوموړي ته اجازه ورنه کړي، چې بېرته انقرې ته راستون شي. دا خبره د ترکیې د وزیرانو شورا غونډې د لومړي وزير مرستيال نعمان د غونډې په ترڅ کې په ډاګه کړه. هغه وویل: "موږ داسې پرېکړه وکړه، چې د هالنډ سفیر بیرته انقرې ته د ستونیدو څخه تر هغه مهاله ډډه وکړو، تر څو چې د دغه هېواد زموږ غوښتنه، چې د بخښنې غوښتل دي، پوره نه کړي. همدا ډول په پلان کې ده، چې د ولسي چرګې د هالنډ او ترکیې د پارلمان ترمنځ د دوستۍ ډله منحل کړي."
د یادولو وړ ده، چې د ترکیې او هالنډ ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې د مارچ په 11مه نیټه د هالند چارواکو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه.