امریکایي سمندري ځواکونه په سوریه کې د رومیلان هوايي ډګر ته ننوتل

د روسیې خبري اژانس ویلي دي چې د سوریې په الحسکه ایالت کې د رومیلان هوایي ډګر ته امریکایي ځواکونه چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي ننوتلي دي، دا ځواکونه د چورلکو په وسیله هلته انتقال شوي دي.
نوموړی هوایي ډګر د قامشلي ښار په جنوب کې واقع دی چې امریکایي سمندري ځواکونو تر خپلې ولکې لاندې راوستلی دی.
سرچینې ویلي دي چې دوی هلته خپلې توپخانې هم ځای پر ځای کړي دي. امریکایي ځواکونو په یاده سیمه کې ۵ ورځې مخکې پوځي عملیات پیل کړي وو چې له دې مخکې یې د سوریې په جګړو کې د مشاورینو رول لوباوه خو اوس امریکا عملا د سوریې جنګ ته داخله شوې ده.