
رنګين عذاب
کله چې له تاسره دملاقات شېبې رانږدې کېږي زړه مې له واکه وځي اوبې واره داسې درزاکوي چې اوازيې خپله هم اورم داسې احساس کوم جې اوس راڅخه يوه ډېره سخته ازموينه اخيستل کېږي .
روح مې په يوه خواږه عذاب ککړوي اوسترګې مې ديوه ناڅرګندلوري نه ديوې ناليدلې رڼادراتلولارڅاري زه په دې کيفيت لاهم نه پوهېږم دخلکوچې کله دخپل محبو ب دوعدې اوملاقات خبره غوږته ورسېږي نوخوښي کوي اوځانونه دنړۍ ترټولوښاغلي اونېکمرغه انسانان ګني
خوزه تل دروحي عذاب په سمندرکې ډوب وم دخپلې تمنااوپټې هيلې داظهارلپاره الفاظ ګورم اوځان راته ديوه لاس تړلي بندې غوندې اومظلوم انسان غوندې ښکارې زمالپاره دادخونداوسرورپه ځاى ديوه سپېڅلي ازمايښت شېبې دي .
زه ريښتياوايم چې په دې شېبوکې مې دژبې نه فصاحت اوټولې خوږې خبرې دالفاظوپه جامه کې تښتي اوياهم مري يوازې دمننې اودرناوي هغه څوسپېڅلي الفاظ راسره پاتې وي چې هروخت يې درته وړاندې کوم .
که زمايوه غوښتنه درنه منظوره وي نوهيله کوم چې ماته له وړاندې وعده مه راکوه زماخواته په ناڅاپي ډول راځه چې له دغه رنګين عذابه بچ شم