
دافغانستان حکومت د مسکو نه غوښتي، چې د ملي اقتصاد دملاتړ په موخه تر سلو ډیرو اقتصادي پروژو د رغېدو په کار کې ورسره مرسته وکړي.
ویل کېږي، چې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې اقتصادي آتشه محمدقاسیم په بشپړه توګه د روسي دسوداګرۍ لخوا دافغان لوري د ملاتړ خبره کړې ده.
محمدقاسیم وویل:«په افغانستان کې ډیرې پروژې د شوروي اتحاد لخوا جوړې شوې دي او کېدای شي چې روسیه یې ورغوي. ټول ټال ۱۲۴ پروژې دي. ددغو په جمله کې د «سالنګ» تونل، د کابل سېلو، پلتخنیک، د جنګلاک فابریکه او په همدې ډول د «پل خمري» د برق ستیشن شامل دي».
د یاد دیپلومات په وینا، په هیواد کې ددغو پروژو د رغېدو په هکله یې د روسي لوري سره خبرې کړې دي. په همدې ډول افغان ولسمشر اشرف غني د روسیې داقتصادي هڅو ملاتړ کوي.