
ولسمشر د یو نوي فرمان له مخې "د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت " په نامه یو نوی وزارت رامنځته کړی او د افغانستان ملي امنیت ادارې پخوانی مشر امرالله یې صالح یې د وزیر په توګه ورته ټاکلی دی. له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت دنده به د پوځ او پولیسو د لوړپوړو افسرانو ګومارنه او ترفیع چارو کې ولسمشر ته مشوره ورکول وي. دغه راز تر شپږ میاشتني انتظار وروسته د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون نوي مشر نن خپله دنده پیل کړه. ښاغلی نادری شپږ میاشتې وړاندې ټاکل شوی و، خو عبدالله عبدالله له دې امله نه مانه چې ګواکي کاري تجربه نه لري.
په حکومت کې دغو بدلونو کې په پراخه کچه غبرګونونه را پارولي وي. په ټولنیزو شبکو کې ولسمشر له دې امله غندل کیږي چې د زورواکو فشار ته تسلیمږي او ناسمې ټاکنې کوي. دغه ټاکنې رښتیا هم جدي ستونزې لري. له یو اړخ قانوني او اداري ستونزې دي او بل لور ته سیاسي ستونزې هم شته. د امرالله صالح په ټاکنه کې ښکاري چې لا زیات اداري پړسوب رامنځ ته کیږي او "د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت " د امرالله صالح لپاره جوړ شوی دی. یعنې دلته وزارتونه او ادارې د افغانستان د اړتیا پر اساس نه، بلکې د اشخاصو د غوښتنو او د هغوی د واکمنۍ لپاره جوړیږي. له حقوقي اړخه هم دا ټاکنه ستونزه لري، ځکه چې وزارت بودجوي واحد دی او باید د ولسي جرګې تایید له ځان سره ولري. اوس چي ولسي جرګه دا نوی جوړ شوی وزارت د یو بودجوي واحد په توګه نه پېژني، نو په مالي چارو کې یې پراخې قانوني ستونزې را پیدا شوي دي. له بله اړخه د امرالله صالح ټاکنې له سیاسي اړخه هم ناسمه ده. واک بیا هم یوې ډلې ته چې د افغانستان د ستونزې یو اصلي لامل دی سپارل کیږي. له شک پرته چې د طالبانو د بیا را پورته کېدو او له حکومت څخه د ناراضه کېدو یو ستر لامل د امرالله صالح او د هغه د ملګرو کړنې وي چې په کابل کې به یې هر ږیرور او لونګی واله د طالب په نامه زندان ته لیږه.
د نادر نادري ټاکنه هم له ستونزو ډکه ده. څنګه یو داسې کس چې هېڅ په دولت کې د اداري کار یوه ورځ تجربه هم نه لري، د یو داسې مهمې ادارې د مشر په توګه وټاکل شي چې د ادارې د اصلاح مسوولیت یې پر غاړه دی. دا ډول ټاکنې هم حکومت نور له له ستونزو سره مخ کوي. اداري ستونزې به زیاتې شي او حکومت به له نوو ستونزو سره مخ شي. حیرانوونکې ده چې څو میاشتې وړاندې عبدالله نادر نادري له دې امله نه مانه چې دده په وینا تجربه نه لري، خو پرون یې خپله معرفي کړ.
دا ډول ټاکنې حکومت کمزوری کوي، ستونزې زیاتوي، اداري پړسوب رامنځ ته کوي او حکومت به لا زیات کمزوری کړي. ولسمشر ښايي په دې ټاکنو سره څو اشخاص او یا یوه ډله خوشاله کړي وي، خو ولس یې خپه کړی او کله چې ولس له حکومت څخه واټن اخلي، نو بیا طبیعي ډول حکومت لا زیات کمزوری کیږي.