قزاقستان د سوریې سولې درېیم پړاو خبرو ته تیاری نیسي

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په استانه کې د سوریې د سولې درېيم پړاو خبرو ته له هغو راپورونو سره سره تیاری نیسي چې وايي د سوریې د حکومت مخالفان د دغو خبرو د ځنډېدو هڅه کوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل: "موږ ته تراوسه کوم خبر نه دی راکړل شوی، موږ لا هم حاضر یوو چې نېټه اعلان کړو."
اټکل کېږي چې د روسیې او ایران چې د بشار اسد د حکومت ملاتړ کوي او دغه راز د ترکیې چې د سُني عربو ډلو ننګه کوي، پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړي.  د جمعې په ورځ د بشاراسد د رژیم مخالفو ډلو د خبرو د ځنډېدو غوښتنه وکړه.
دوی وویل، راتلونکې غونډه باید له دې سره تړلې وي چې ایا د اسد حکومت او متحدان یې وروستی اوربند رعایتوي او کنه.
د روسیې او ترکیې په منځګړتوب د مارچ له اوومې تر شلمې اوربند وشو.
په استانه کې د سوریې د سولې د خبرو په تېرو پړاوونو کې کوم پرمختګ نه و شوی.