
ترکيې د هالنډ حکومت ته وروسته له هغه د غچ اخيستلو ګواښ وکړ، چې دغه حکومت یوه ترکۍ وزیره په روټرډام ښار کې ترکي لاریون کوونکو ته له وینا کولو منع او وروسته وایسته.
د فاطمه بتول سایان کایا په نوم د ترکيې کورنۍ وزیرې غوښتل په روټرډم ښار کې له ترکي لاریون کوونکو سره وګوري. دا دویمه ترکي وزیره ده چې هالنډي چارواکي يې مخنیوی کوي.
د هالنډ لومړي وزیر په دغه لاریون کې د آغلې کایا شته والی نامسؤوله چاره بللې، خو ترکي دولت وايي، له وزیرې سره يې دا ډول چلند دوی ته د منلو نه دی.
د هالنډ بلوا ضد پولیسو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملاتړو لاریون ګډوډ کړی او هالنډي چارواکو د ترکیې یوه وزیره پلازمېنه روټرډام کې د ترکیې قونسلګرۍ ته له تګه راګرځولې ده.
رپوټونه وايي، هالنډي پولیسو د ترکیې د کورنۍ وزیره فاطمه بتول کایا د جرمني پولې ته ایستلې ده. نوموړې له جرمني هالنډ ته تللې وه.
په پام کې وه چې دغه وزیره د ترکي دولت د راتلونکې میاشتې ټولپوښتنې د ملاتړ په موخه روټرډام کې وینا وکړي.
د ترکي ولسمشر ملاتړي د شنبې په ورځ وروسته تر هغه واټونو ته راووتل چې هالنډ د ترکیې قونسلګرۍ ته د ترکۍ وزیرې د ورتګ مخه ونیوه.
د فاطمې له مخنیوي وروسته د ښاغلي اردوغان ځینې ملاتړي روټرډام کې د ترکیې د قونسلګرۍ مخې ته ورغلل، خو بلوا ضد پولیسو تیت او پرک کړل.
د لاریونوالو د تیت پرک کولو لپاره پولیس پر اسونو سپاره د هغوی منځ ته ننوتل او اوبشیندي ماشینونه یې راوړل چې لاریونوال د قونسلګرۍ له شاوخوا لرې کړي.
رپوټونه وايي، د بلواضد پولیسو په مداخلې سره لاریونوالو هم پر پولیسو له اوبو ډک بوتل وویشتل.
د ترکیې د کورنۍ او هوساینې چارو وزیره د شنبې په ورځ له جرمني ته د هالنډ روټرډام ته تللې وه، خو خپلې قونسلګرۍ ته پرې نه ښودله شوه.
پر خواله رسنیو قونسلګرۍ ته د هغې د تګ د مخنیوي د غندلو ډېرې تبصرې کارته پورته شوې دي.
د انقرې او روټرډام ترمنځ ډيپلوماتیکه ترینګلتیا وړاندې هم ډېره شوې وه.
وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روټرډام کې له لاریون وړاندې د هالنډ دولت د "نازیانو پاتې شونی او توکمپال" بللی دی. د هالنډ لومړي وزیر د ښاغلي اردوغان دا دریځ له لېونتوبه ډکې خبرې بللې.
په جرمني، هالنډ او اتریش کې څه باندې پنځه میلیونه ترکي وګړي اوسېږي. له دغو کډوالو نژدې یو نیم میلیون یې د ترکیې راتلونکې میاشتې ټولپوښتنې کې د ګډون حق لري. له همدې کبله د ترکیې حکومت د خپلو وګړو د نظر او رایې جلبولو لپاره په دې دریو هېوادونو کې ځانګړی پروګرام پیل کړی.