موصل ته څېرمه زندان کې ډله ییز قبر موندل شوی

عراقي ځواکونه وايي، موصل ښار ته څېرمه د بادوش په نوم زندان کې یې د نږدې ۵۰۰ وژل شوو کسانو یو ډله ییز قبر موندلی دی، چې ښايي د داعش ډلې له خوا وژل شوي بندیان وي.
د عراق شیعه حشد الشعبي یا ولسي پاڅون ځواکونو ویلي، وژل شوي ولسي وګړي دي چې د داعش له خوا وژل شوي.
ګومان کېږي چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال د موصل تر نیولو وروسته، نژدې ۶۰۰ بندیان وژلي وو چې ډېری یې شیعه ګان دي. عراقي ځواکونو د روانې اونۍ پیل کې د بادوش زندان واک ترلاسه کړ.
د حشد الشعبي ځواکونه وايي، په یوه لوی ډله ییز قبر کې د نژدې ۵۰۰ ولسي بندي شوو کسانو د مړو پاتې شوني موندل شوي، چې په وینا یې داعش د موصل ښار تر نیول کېدو وروسته اعدام کړي دي.
تر اوسه ددغې ادعا پخلی کومې خپلواکې سرچینې نه دی کړی، خو د بشري حقونو د څار ډلو د ۲۰۱۴ رپوټ ښيي، 'اسلامي دولت' نومې ډلې سلګونه بندیان وژلي دي.
ځینو ژغورل شوو کسانو د بشري حقونو سازمان ته ویلي، کله چې د ۲۰۱۴ کال جولای کې دغې ډلې بادوش زندان ونیو، ۱۵۰۰ کسان یې ونیول او په لاریو کې یې یوې لیرې صحرا ته نژدې دوه کیلومتره لرې بوتلل.
د راپور پربنسټ، داعش ډلې شیعه بندیان له سني او مسیحي هغو جلا کړل، بیا یې یوې درې ته بوتلل او هلته یې زنګون وهلو ته اړایستل. وروسته یې شیعه بندیان په سرونو او شاوو وویشتل.
ځینو ژغورل شوو ویلي، دوی ځانونه مړه واچول او یا دا چې د مړو جسدونو دوی ته د مرمیو رسېدو مخه ونیوه او ژوندي پاتې شول.
د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د عراق دولتي ځواکونو د موصل پر لور خپل پرمختګ کې یو بل ځای موندلی و، چې ګومان کېده ډله ییز قبر دی. دا سیمه د موصل په سوېل کې د تل الذهب کلي ته څېرمه ده چې وړاندې د داعش تر ولکې لاندې وه.