
۲۳/۱۲/۱۳۹۵، ل، ل
ډاکټران انسانان له مرګه ژغوري؛ ځانمرګي د انسانانو ژغورونکي (ډاکټران) وژني
هغه کسان چې په مسجدونو، زیارتونو، جنازو، فاتحو، روغتونونو، مکتبونو، بازارونو، وداونیو یا د نورو ادیانو په عبادت ځایونو کې چاودنې کوي، خپل ځانونه الوزوي بې ګناه او معصوم مسلمانان وژني، دا ټول د اسلام د سپیڅلي شرعیت پر خلاف اعمال دي.
وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ(٢٢: ٤٠)
ژباړه:«که الله خلک یو د بل په وسیله دفع نه کړي، نو خانقاوې، کلیساوې، عبادتخانې او جوماتونه چې په هغو کې د الله نوم ډېر زیات اخیستل کیږي، ټول به ونړول شي. (حج: ۴۰)
د پنځلسو کلونو راپه دیخوا، وروسته له هغې چې په هیواد کې ځانمرګي بریدونه پیل شول اسلامي سپیڅلي کتابونه لکه قرآن حکیم، نبوي احادیث او د سلام د څلورو مذهبونو فقې، د جعفریه(شیعه ګانو) فقه او نورو ډېرو اسلامي پوهانو کتابونه مو وپلټل، خو داسې څه مو ونه موندل چې ځانمرګي بریدونه حلال او یا مباح وبولي، بلکه برعکس ځانمرګي بریدونه حرام او منع کوي.
الله تعالَی په قرآن کریم کې د ظالم او مظلوم په اړه ښکاره احکام رالیږلي دي او محمد(ص) په خپلو مبارکو احادیثو کې په دې تړاؤ وړ لارښوونې مومنانو ته کړي دي چې هېڅ ډول ابهام نه په کې لیدل کیږي او نه کوم تفسیر ته اړتیا لري، لوی څښتن د ډاکټرانو په په برخه کې چې د انسانانو د ژوند سبب ګرځي او د ځانمرګو قاتلانو په اړه چې بې ګناه انسانان وژني د المائدې سورت په ۳۲، آیت کې څه ښه فرمایلي دي:
أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ
ژباړه: «چا چې يو انسان د وينې له بدلې، يا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته، په کوم بل علت وواژه، داسې وګڼه، لکه، هغه، چې، ټول انسانان ووژل او چا چې څوک له مرګ څخه وژغوره، داسې وګڼه لکه چې هغه، ټولو انسانانو ته، ژوند وربخښلى وي.» (۵: ۳۲)
له پورته آیت شریف څخه څرګندیږي چې طبي ډاکټرانو ته لوی څښتن لوی مقام ورکړی دی، په دې مانا که هر یو ډاکټر یوازې د یو تن انسان ژوند هم ژغورلی وي، په حقیقت کې د نړۍ نږدې اووه ملیارده انسانان یې ژغورلي دي، ځکه خو د دا ډول معصومو خلکو(بني آدم) مقام لوی څښتن له ملایکو څخه هم لوړ کړی دی.(قرآن: د، ص، سورت، ۲۶،آیت او نور)
د طبي ډاکټرانو د کړنو جزا په دواړو جهانونو کې له عادي کسانو څخه بهتره ده، موږ وینو چې په دې نړۍ کې دوی ته درناوی کیږي او نسبت نورو ته د ښو نعمتونو څخه برخمن دي. په بله نړۍ کې له دې امله چې د خدای بندګان يې له مرګونو او ناروغیو څخه ژغورلي دي څرګنده خبره ده چې ځای یې جنت دی. خدای تعالی په قرآن کریم کې د ډاکټرانو په شان د مومنانو او نیک عملو کسانو په هکله(۷۰) ځله په لږ توپیر سره فرمایلي دي:
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ(٤٣: ٧٢)
ژباړه:«تاسې د دغه جنت وارثان د خپلو هغو کړنو له امله ګرځیدلي یاست چې په دنیا کې مو کول.» (د زخرف سورت: ۷۲)
له بل پلوه د بې ګناه مسلمانانو قاتلین یا ځانمرګي د قرآن د المائدې سورت د ۳۲، آیت پر بنسټ، په حقیقت کې د ټولې نړۍ د انسانانو ژغورونکي (ډاکټران) وژني او د یوه تن انسان په وژلو د ټولې نړۍ بني آدمانو قاتلین جوړیږي. د دا ډول ناوړه کړنو له امله د دوی مقام د انسانیت له مقام څخه د شیطانانو له درجې څخه هم راټیټږي او سزا یې په دواړه جهانونو کې ښکاره ده، موږ ټول په دې نړۍ کې د دوی سزا په خپلو سترګو وینو خپل ځانونه په خپله په هلاکت کې اچوي، خپل ځان پخپله ټوټې، ټوټې او زرې، زرې کوي، مړیستون یې ورک شي او خپل کورکهول به یې مړی هم ونه ویني، دا ډول خلک په یوه وخت کې دوه غبرګ ګناهونه ترسره کوي، د الله تعالی د احکامو پر خلاف ځان وژنه کوي او نور مسلمانان هم وژني، قرآن حکیم د دواړو ډولونو ګناهونو په اړه داسې ویلي دي:
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا(٤: ٩٣)
ژناړه:«هر هغه څوک چې کوم مؤمن له پوهې او ادراک سره، سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ ده چې به هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دی او الله د هغه لپاره لوی عذاب تیار کړی دی.» (نساء: ۹۳)
وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا(٤:٢٩)
ژباړه: «او خپل ځانونه مه وژنئ، باور ولرئ چې الله پر تاسې مهربان دی.» (د نساء سورت ۲۹آیت)
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ(٢:١٩٥)
ژباړه: « او په خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاکت کې مه غورځوئ، او نیکي وکړئ، چې الله نیکي کوونکي خوښوي.» (د بقرې سورت،۱۹۵آیت)
او په لاندې آیتونو کې لوی څښتن ځان وژنه له هغو کفار او مرتدانو سره پرتله کړي ده چې اسلام نه مني او نور خلک هم منع کوي، په اړه یې الله(ج) په دغو دوو سورتونو کې فرمایلي دي:
وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ ۖ وَإِن يُهْلِكُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ(٦:٢٦)
ژباړه:«هغوی د دې حق له منلو څخه خلک منع کوي او پخپله هم لیری ترې تښتي، هغوی پخپله خپل ځانونه په هلاکت کې اچوي، خو د دې شعور نه لري.» (سورت انعام:۲۶)
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ(٢:٥٤)
ژباړه:«کله چې موسی خپل قوم ته وویل:«ای زما قومه! تاسو په خدایۍ سره د خوسکي په نیول پر خپلو ځانونو سخت ظلم کړی دی، نو توبه وباسئ او په خپلو کې سره ووژنئ.»(د بقرې سورته: ۵۴)
د ځان د نه وژلو په برخه کې د محمد(ص) د حدیثو په کتابونو کې په لسګونو ځله داسې هدایت راغلي دي چې ځانمرګي بریدونه او ځان وژنې په کلکه سره منع کوي، په دې اړه یوازې په(صحیح بخاري) کې اوه ځله بېلابېل اړوند حدیثونه لیکل شوي دي.
د الله تعالی له لوري د مسلمانانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره حرام توکي، حرام ویل حلال ګرځول شوي دي له دې څخه ښکاري چې لوی څښتن ته د مؤمنانو ژوند ډېر اهمیت لري چې د قرآن کریم د نحل سورت په ۱۰۶، ۱۱۵،آیتونه؛ د انعام سورت په ۱۱۹، آیت او د نحل سورت په ۱۰۶، آیت او نورو کې یې ذکر شوی دی.
د پېغمبر(ص) په احادیثو کې هم د ژوندي پاتې کیدو لپاره حرام حلال بلل شوي دي چې د ټولو حدیثونو لیکل د لیکنې د اوږدوالي سبب کیږي که څوک غواړي د محمد(ص) لاښوونې ولولي نو صحیح بخاري؛ ترمذي شریف او نور د احادیثو کتابونه دې ولولي.
دا وو د ځانمرګو د مخالفینو لخوا لنډ دلایل چې وړاندې شول، اوس پوښتنه دا ده چې داعش، طالبان، اسلامي ګوند او نور د ځانمرګو بریدونه پلویان د کومو الهي، محمدي احکامو پر بنسټ ځانمرګي بریدونه روا بولي؟ لویو لویو اسلامي پوهانو په ډاګه له دغو ډلو ټپلو څخه په وار، وار غوښتنې او پوښتنې کړي دي چې انتحاري بریدونه په کومو دلایلو باندې توجیه کوي، خو هېڅ یوې ډلې ځواب نه دی ویلی، یوازې د طالبانو د یو پخواني ویاند چې د حکومت لخوا په مشرقي ولایت کې ونیول شو د یي، بي، سي راډیو سره په مرکه وویل: «سره له دې چې زه ملا نه یم خو د بقرې سورت ۲۰۷آیت پر بنسټ فدایي[ځانمرګي] بریدونه کوو.»
که د بقرې سورت ۲۰۷آیت ته ځیر شو او تفسیر ته مخه کړو نو د نوموړي آیت شریف مفهوم او موخه داسې ده:
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ (٢:٢٠٧)
ژباوه: «له بل پلوه په انسانانو کې داسې څوک هم شته چې د خپل خدای د رضا په لټه کې خپل سر قربانوي او الله پر[داسې] بندګانو ډېر زیات مهربان دی.»
د پورته آیت شریف شان نزول داسې دی: حضرت صهیب رومي غوښتل مدینې منورې ته هجرت وکړي ترڅو د رسول الله(ص) حضور ته حاضر شي، په لاره کې د مشرکینو لاس ته ورغی، صهیب رومي (رض) مشرکینو ته وویل:«زه تاسو ته خپل کور او نور ټول مال درکوم، خو چې ما خوشی کړی، ترڅو زه مدینې منورې ته ولاړ شم.»
د حضرت صهیب رومي په دې خبرو باندې مشرکین راضي شول او صهیب رومي(رض) یې پریښود ترڅو د رسول الله(ع) په حضور باندې مشرف شي. نو دا آیت د مخلصینو په تعریف کې نازل شو.(کابلی تفسیر: پښتو ژباړه؛ تفسیر جلالین: مؤلف جلا الدین محلی او جلال الدین سیوطي)
د آیت شریف له تفسیر څخه څرګنده شوه چې نوموړی آیت د ځانمرګو په هکله نه دې نازل شوی او په ځانمرګو بریدګرو پورې هېڅ تړاؤ نه لري.