د کانونو تالان  د کانونو او پطرولیم په وزارت کې بربڼد فساد

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندی د مبارزې شبکه
AACN
د کب ۱۶ مه ، ۱۳۹۵
 
C:UsersK.Z.AmerkhailAppDataLocalMicrosoftWindowsINetCacheContent.Wordunnamed (1).png
 
+93(0)793 94 1936
Anti-corruptionnetwork16@gmail.com
www.aacn.af













د مطالبو فهرست
 
فساد     …………………………………………...................................................... ۳
د شرکتونو نومونه او ………………………………………….....................................۵
رویالټي د …………………………………………....................................................۵
سپارښتنې …………………………………………...................................................۶



د کانونو او پطرولیم په وزارت کې بربنډ فساد  
۱.فساد
د کانونو او پطرولیم په وزارت کې د اداري فساد  شتون نور نو یوه  نوی خبره نه ده ځکه چې مدني ټولنو د اتو کلونو پرلپسی چیغو  (هلو ځلو) سره سره نوموړي وزارت ډیره کمه ځواب ویینه کړی ده. په لومړیو کې د کان کیندنې او په قراردادونو کې د فساد سربیره د تمویل کوونکو ادارو په پروژو لکه د پروژو مدیریتي څانګه (PMU) او د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیایي اداری(USAID) په مرستو کې هم فساد شتون درلود. خو د حکومت نه ځواب ویینه ددې لامل شوه چې اوس د تولید ارقام (Production Data) نه ثبتیږي او همدارنګه عواید هم نه ټولیږي. دغه راپور د تولید، د عوایدو د نه ټولیدنې او د وزارت په مختلفو ریاستونو اومشرتابه کې د فساد د شتون په اړه بحث کوي. چارواکو خپل ځانونه ماړه او د هیواد ملي پیسې (عواید) يې  خلکو سره د بدی معاملی په توګه پریښي دي.
 
اړینه ده چې یادونه وکړو چې وحید الله شهراني چې د کانونو وزارت پخوانی وزیر وو له دی امله لاسي کان کیندنه  داسی تعریف کړه چې قیمتي او نیمه قیمتي ډبری په دی تعریف کې شاملی شي  دا په داسی حال کې وه چې د تیر قانون په لاسي کان کیندنه کې جغل، شګه او د خاوری استخراج شامل وو.  لاسي کان کیندنې ته د اجازی موخه دا وه تر څو په محلي سیمو کې خلکو ته اقتصادي فعالیتونه او د کاروبار زمینه برابره شي او ځايي وړو سوداګرو ته د عوایدو یوه سرچینه شي. د لاسي کیندنو په نوی تعریف کې د ډیرو قیمتي ډبرو لکه یاقوت، زمرد، لاجورد ............................. او .......  شاملول او ددې استخراج ته اجازه ورکول په لوی لاس فساد ته زمینه برابرول دي. په ۲۰۱۷ کال کې چې کوم قراردادیانو ته جوازونه په نظر کې نیول شوي دي  ټول په سیاسي کړیو پوری تړلي خلک دي. ددغی پانګی برخلیک به د لاجوردو په څیر شي، او دا کانونه به د غیر مسئول وسله والو لخوا کنترولیږي او څه برخه به يې وسله والو مخالیفینو او ترورستانو  ته ورکول کیږي.
 
که دغه لویه پانګه پرته له کومې لاسوهنې استخراج شي نو په دی کی شک نشته چې ددې قیمت به د الماسو تر قیمت هم لوړ وي. د لاسي کیندنو تر تعریف لاندی دغه کیندنی به د لګښتونو له مخې اغیزمنې نه وي ځکه د اړونده کیندونکو ساحو لپاره د ډیرو څارونکو ګمارل ترڅو په سمه توګه کنترول شي یو لوی لګښت ته اړتیا لري، نو په همدی بنیاد شرکتونه به د خپلی خوښی سره سم څومره یې چې زړه وي استخراج کوي او په بدل کې به ولس (دولت ) ته ډیر لږ او یا هیڅ ورکوي. ددی تعریف لاندی قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ته اجازه ورکول ډیر لوی ظلم دی. که چیری حکومت ددې سکتور لپاره مناسب پلان ولري، په دی کې شک نشته چې په سلګونو ملیونه ډالر به د افغانستان دولت ته د عوایدو په توګه راشي او د هری ډبری له لاری به په سلګونو کاري فرصتونه خلکو ته پیدا شي.
 
د وزارت په دننه کې د ځینو سرچینو په وینا د ۲۱۷ قراردادونو نه د هر یو په بدل کې په منځني ډول  ۱۰۰،۰۰۰ امریکایی ډالر د بډو په توګه تبادله شوي دي. د لوړ پوړو چارواکو لخوا په ټوله کې شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره د بډو په توګه اخستل شوي دي. ددی قراردادونو له ډلی څخه ۶ شپږ قراردادونه ځايي زورواکي ته ورکول شوي. دغه زورواکي د مرمرو یو جواز د یو بل ځايي زورواکي نه اخستی دی او دا هغه شخص دی چې د شپږو کلونو لپاره یې په یو کان کار وکړ او حکومت ته یې هیڅ نه دي ورکړي) دغه زورواکي ددی کان د چلولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي اداری USAID  څخه ۱۷ میلیونه ډالره هم اخستي دي) . زورواکی (قراردادي) د هرات  په چشت شریف ولسوالی  کې وسله والو مخالفینو ته ددی لپاره چی ددوی د کار کولو مخه ونه نیسي څه پیسی ورکوي. د کان کیندنې دغه ډول جوازونه ورکول د هیواد دښمنانو ته د مالي سرچینو د برابرولو معادل دي او د جوازونو د ورکړی دغه لړۍ په هیواد کې پرلپسی جګړی ته د لاری هوارولو اسانه ډول دی.
 
بله ډیره حساسه مسئله داده چې د کانونو ټولی دغه ساحې په هغه سیمو کې دي چې د وسله والو مخالفیینو تر کنترول لاندی دي. چې هغوی کولای شي د پوځ د وژلو ، د زیربناو  ورانولو او د ژوند د نورمال وضیعت د اغیزمن کولو لپاره په میلیونونو ډالر ددی لاری تر لاسه کړي. نو بیا دداسی قراردادونو د ورکړی تر شا کوم داسی منطق پروت دی؟
 
۲.د اکتشاف لپاره رویالټي
د اکتشاف په وخت کې د استخراج عمل د شرکتونو لپاره د رویالټي د نه ورکړی او د قراردادونو د موادو نقض  ډیره عامه لاره ده. د اکتشاف حالت هغه حالت ته وییل کیږي چې شرکتونه د معدنیاتو  ساحی مطالعه او لاسته راغلی ډیټا (معلومات)  د استخراج  د پلان سره یو ځای حکومت ته سپاري . د شرکتونو لپاره دا حتمی ده چې خپل عملیاتي پلان د بین الوزارتي کمیسیون لخوا تائید کړي. ځینې شرکتونه چې په لاندی چوکاټ کې ورڅخه یادونه شوی ده لکه برادران خوشک، هاشمي ګروپ، افغان کریسټال نیچرل ریسورسز، هیواد ورونه، میټل مایننګ یو کی Metal Mining UK، ستانه بابا، او همداسی نورو هیڅ ډول اکتشافي کار نه دی ترسره کړی خو د قرارداد موداو بر خلاف یې په لویه کچه استخراج تر سره کړی دی. دا ټولی کمپنی د پارلمان د غړو پوری تړلي دي.
د وزارت رهبري په ځانګړی توګه د وزارت سرپرسته، د د کانونو د تنظیم او انسجام د چارو معین، د تفتیش رئیس، د کادستر رئیس ، د حقوقو د ریاست رئیس البته د همدی وزارت، په ټولیزه توګه د رویالټي او زمکی د سطحی د کرایې په راټولولو کې یا پاتی راغلي او یا هم ورته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي ځکه چې دغه قراردادونه یاخو  په مسقیم ډول د ځینو سیاسي اشخاصو پوری تړلي دي او یا هم دغه سیاسیون یې  پیاوړي برخوال دي.  په دی راپور کې د ځینو هغه شرکتونو او اشخاصو یادونه شوی چې سیاسي تړاوونه لري او د کلونو راهیسی د قراردادي مکلفیتونو څخه سرغړونه کوي.
رویالیټي: د جواز یا اجازه لیک لرونکي یا قراردادي شخص پر ذمه مالی مکلفیت دی چې له ناخالص تولید څخه ټاکلی فیصدي یا له ناخالص تولید څخه تر لاسه شوي عاید، محاسبه او دولت ته ورکول کیږي.




لومړی چوکاټ : هغه ۱۴  شرکتونه چې قرضی یې تر اوسه نه دي ورکړي

شمیره
د شرکت نوم
موقیعت
معدن
قرضه د رویالټی له درکه ($
کرایه $
۱
ویسټ لینډ جنرل
نورابه /تخار
سره زر
۱۹ کیلو سره زر
۳۲،۰۰۰
۲
افغان کریسټال
بغلان
سره زر
  ۹۲۰۹۳
۳
میثاق شرق
سمنګان
سنګ زغال
۴۹۰،۰۰۰
 
۴
آریا پوپل
هرات
سنګ زغال
۶۰۵۵۰۰
۲۷۹۳
۵
برادران خوشک
سمنګان
سنګ زغال
۱۰۸۲۸۰۴
۱۲۵۰۸
۶
برادران خالد عزیز
تخار
سنګ زغال
۸۳۰۰۰۰
۳۷۵
۷
معدنکاران
سمنګان
سنګ زغال
۶۸۸۳۰
۳۸۵۳۲
۸
هاشمی ګروپ
تخار
سنګ زغال
۲۹۷۲۶۳۸
معلومه نه ده
۹
مومند شمال
سمنګان
سنګ زغال
۱۴۲۱۸۴
۸۴۳۰
۱۰
برادران هیواد
پروان
کرومایټ
نشته
۶۹۹۰۸
۱۱
ستانه بابا
لوګر
کرومایټ
نشته
۲۰۶۰۰
۱۲
میټل مایننګ یو کی
میدان وردک
کرومایټ
نشته
۴۰۹۱۵۰
۱۳
هاشمی ګروپ
لوګر
کرومایټ
ورک دي
۲۳۵۰۰
۱۴
عبدالرحمان بابا
کابل
کرومایټ
   
  ټوله قرضه
    ۷۸۶۳۳۵۶
۶۸۹۲۸۹
  عمومي قرضه
      ۸۵۵۳۲۴۵
 
د پورته لست نه دا معلومیږي چې د ۹۰۸ قراردادونو څخه یواځی  ۱۴ شرکتونو  ۸،۵۵۳،۲۴۵ امریکایي ډالره  د زمکی د سطحی دکرایې او رویالټی له درکه  نه ده ورکړی. د چین د ملي نفتو شرکت د حکومت څخه ۱،۲۶۲،۳۴۹.۳۹ امریکايي ډالره قرضداره ده. همدارنګه د غوري سیمنټو فابریکه چې د افغان پانګونی شرکت لخوا اداره کیږي په ملیونونو ډالره د حکومت څخه قرضداره ده خو هیڅوک یې پوښتنه نه کوي.
د مرکز او ولایت په کچه په سلګونو قراردادونه ورکول شوي خو حکومت په دی اړه معلومات له چاسره نه شریکوي. تر اوسه هم ځینې ارقام نامالومه دي خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تر اوسه دکانونو ۱۴۰۰ جوازونه ویشلي دي. په ارقامو کې دغه توپیر په دغه سکتور کې نوری پوښتنې راولاړوي او د فساد د کچې لوړوالی ښايي. ډیری وخت شرکتونه د تولید ارقام له چاسره نه شریکوي همدا لامل دی چې شرکتونه د رویالټی قیمت پخپله خوښه محاسبه  او د کانونو او پطرولیم وزارت سره د بډو د راکړی ورکړی زمینه برابروي. په سرحدی نقطو کې ځینې معلومات ښایي چې هره ورځ شاخواوو ۵۰۰ لاری چې په ټولو کې معدنیات پراته د سرحدونو بلی غاړی ته اوړي خو ګمرکات، د کورنیو چارو وزارت ، د ترانسپورت وزارت او نور امنیتي اورګانونه د بډو په بدل کې دغو موادو ته د انتقال اجازه ورکوي.
نور کانونه چې خصوصي سکتور پری کار کوي هغه مالګه، سنګ مرمر، زمرد، لاجورد، نیفرایټ دي چې په هرات، بدخشان، پنجشیر، کابل او ننګرهار کې استخراجیږي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندی ولسمشر د کانونو او پترولیم وزارت کې د ناوړه کړنو په اړه د پلتڼې یو حکم صادرکړ. د پلټنې جزیات د ولسمشر د میز په سر پراته دي. په دغه راپور کې د قراردادونو په ورکړی او ددوی په پلي کولو کې د فساد د شتون په اړه  ښکاره بیلګې او جزیات شامل دي او دا راپور د کانونو په وزارت کې د شته فساد جدیت په ډاګه کوي.
د کانونو او پطرولیم وزرات د مفسدو شخصي شرکتونو د سوداګریزو ګټو تر اغیز لاندی دی، دا هغه شرکتونه  دي چې په لویه کچه متاع استخراجوي ، په  ډیره مشکله د تولید ارقام شریکوي او خپل مالیات دولت ته نه ورکوي. ددی وزارت ډیري چارواکي دپردی تر شا په معاملو بوخت دي او دوی ددی لپاره چې ددغو شرکتونو څخه بډی واخلي دوی ته جعلي بانکي حسابونه منظوروي.
د نوموړي وزارت ځینې چارواکي د خپلو کورنیو سره په میاشتو میاشتو د هیواده دباندی وي . هغه راپور چې ولسمشر ته چمتو شوی دی داسی ښايي چې د وزارت سرپرستې وزیری، د کانونو د چارو د تنظیم او انسجام معین ، د تفتیش رئیس ، د کادستر رئیس او د حقوقو رئیس ټولو د قوانینو په خلاف کارونه ترسره کړي دي. د دولت استازی چې دنده لري د دولت له ګټو ساتنه وکړي او د دولت مالیات او قرضی د خلکو څخه ټولی کړي په بډو اخستلو بوخت دي او شخصي شرکتونو ته یې اجازه ورکړی ده چې نه رویالټي او نه هم د زمکی د سطحی کرایه حکومت ته تحویل کړي. مالي رژیم اوس د پلي کیدو په حال کې دی او شرکتونه دی ته اړ باسي چې خپل مالیات پخپل وخت وسپاري کنه نو باید جریمه شي چې دا بیا شرکتونو  ته ګران تمامیږي خو د وزارت چارواکي دغه شرکتونه د جریمو د ورکړی څخه خوندي ساتي.
که چیری د کانونو سکتور یوې اوږدې (مزمنې) ګډوډی ته و غورځول شي نو دا به فرصت غوښتونکی اشخاصو ته ددې زمینه برابره کړي چې پرته له دی چې ددې خاوری ځمکني واکمنی ته درناوي وکړي کان کیندنې ته را ودانګي چې دا به بیا د اساسي قانون د ۹ مې مادې څخه ښکاره سرغړاوی وي. (۹ماده: کانونه او تر ځمکی لاندې نورې زیرمې او لرغونې آثار د دولت ملکیت دی، د دولت د ملکیتونو ساتنه او اداره او له طبیعی زیرمو او نورو عامه ملکیتونو څخه د سمی استفادې ډول د قانون له لیاري تنظمیږي.)
د افغانستان د اداري فساد پر وړاندی د مبارزی شبکه د کانونو د ویستنې (استخراج)اوسني وضیعت په اړه  کلکه اندیښمنه ده ، ځکه چې فعلا کوم استخراج کیږي ټول عواید یې شخصي جیبونو ته او یوه برخه یې وسله والو مخالفینو ته ورځي چې دا د جګړی د دوام لامل کیږي. د تیرو دریو کلونو په پرتله اوس د کانونو غیر قانوني استخراج ته ډیرو مفسدینو او مجرمینو مخه کړی ده چې دغی وضیعت د دولت ولکه په کانونو باندی ډیره کمزوری کړیده. ځايي خلک چې وار له مخه خوندي نه وو، نور هم د سختو حالاتو او تاوتریخوالي سره مخ کیدونکي دي.
د کانونو اړوند اداري فساد اوس په یو مهم امنیتي مشکل بدل شوی دی چي برخلاف د لومړیو هیلو ، اوس خلک فکر کوي چې کانونه یو ټولنیز ناورین دی. دغه حالت زیان منونکي (آسیب پذیره) ولسونه نور هم د تاوتریخوالي سخت حالت ته لکه وژنو، بی ځایه کیدو او محرومیت  ته راکاږي. د اداري فساد پر وړاندی د مبارزې شبکه یو ځل بیا په خپلو اندیښنو تاکید کوي او په حکومت غږ کوي چې کانونه د سیاسي معاملو څخه لري وساتي ځکه چې کانونه بیت المال دی او ددی مدیریت باید په مدبرانه او شفاف ډول ترسره شي.
ولسمشر غني باید په هغو دوو راپورونو اقدام وکړي چې ددوی پر میز پراته دي. دغه راپورونه باید په الماری کې ونه ساتل شي.
 
۳.سپارښتنې
  • ولسمشر غني باید خپلی ژمنې پوره کړي او دی وزارت ته یو رښتینی رهبري وګماري تر څو وکولای شي  دی سکتور ته یو لرلید رامنځته کړي
  •  د لوی څارنوالی څخه هیله کوو چې زموږ د راپور په هکله جدي فکروکړي او قضایا  دی په بیړني ډول وپلټي
  • د کانونو او پطرولیم وزارت رهبري دی  ژر تر ژره د عوایدو په راټولولو کې  بیړني ګامونه پورته کړي
  • د کانونو او پطرولیم وزارت رهبري دی ټول هغه قراردادونه منحل اعلان کړي چیرته چې امنیت نشته
  • په لاسي کیندنو کې دی د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو استخراج ژر تر ژره ممنوع اعلان شي
  • د ولس استازي چې د کانونو د کیندنې جوازونه لري استخراج کوي خو دولت ته مالیات نه ورکوي نومونه یې افشا او جوازونه یې معطل شي
  • کانونه باید د سیاسي معاملو قرباني نه شي او د سیاست څخه باید لری وساتل شي