
افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان په اړه رسماً شکایت کړی او دا هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ او افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ په رامنځ ته کولو تورن کړی. ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې پاکستان د وسله والو مخامخ ملاتړ کوي او له دې سره په یوه وخت پر افغانستان ځمکني او هوايي بریدونه هم کوي. صیقل ویلي چې په افغانستان کې جګړه کورنۍ نه، بلکې د پاکستان له خوا نا اعلان شوې جګړه ده. نوموړي د پاکستان د بریدونو، لاسوهنو او سرغړونو په اړه اوږدې خبرې کړي چې پکې پر افغانستان د پاکستان راکټي بریدونه، د هوايي حریم نقض، د لارو بندول، د کډوالو او عامو افغانانو ځورول او ګڼې نورې سرغړونې شاملې دي.
د افغانستان دا ګام په کور دننه ستایل شوی، خو ایا امنیت شورا ته شکایت به د افغانستان له امنیت او د پاکستان د لاسوهنې له مخنیوي سره مرسته وکړي؟
دا یو ګام دی، خو ددې لپاره چې اغېزناک او ګټور ګام ورته وویلی شو، ځیني مهمو چارو ته پام په کار دی. لومړی خو ملګرو ملتونو ته زموږ شکایت باید ډېر مستند وي. موږ باید د پاکستان د لاسوهنو، سرغړونو او بریدونو په تړاو پوره شواهد او اسناد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړو چې زموږ ادعا ثابته کړي. که څه ځیني اسناد او شواهد وړاندې شوي، خو لا اسناد او شواهد باید لا زیات پیاوړي وي. بله چاره چې له بده مرغه زموږ دریځ کمزوری کوي، هغه په نړیوالو کچه زموږ ددغه داعیې ملاتړ دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي او نادایمي غړي باید زموږ زموږ په څنګ کې وي او موږ قانع کړي وي چې افغانستان مظلوم دی او پاکستان د یو ظالم او تېرې کوونکي حیثیت لري. که د امنیت شورا غړي، په ځانګړي ډول دایمې غړي زموږ د غږ ملاتړي نه وي، نو بیا شکایت ګټه نه کوي او هغه څه نشو تر لاسه کولی چې موږ یې غواړو. له بده مرغه اوس موږ دغه ډول ملاتړ نه لرو. که څه هم د امنیت شورا ځیني لنډمهاله غړي هېوادونه زموږ ملاتړ کوي، خو لا هم دایمي غړي زموږ پر ځای تر ډېره د پاکستان په څنګ کې ولاړ دي. امریکا، برېټانیا، فرانسې، چین او روسیه تر موږ ډېر پاکستان ته نږدي دي. پاکستان توانېدلی چې دغه هېوادونو د دوی د ګټو د خوندیتوب ډاډ ورکړي. امریکا، برېټانیا، چین او تر یوه بریده فرانسه خو ورسره پخې اړیکې لري، خو په دې وروستیو کې یې له طالبانو د ملاتړ په تړاو له مسکو سره هم اړیکې نږدې شوي دي. په دغه ډول یو حالت کې ستونزمنه ده چې موږ دې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه پر پاکستان د فشار لپاره ګټه واخلو.
په نړیواله کچه د پاکستان پر ضد د غږ پورته کولو او پرې د فشار راوړلو لپاره په کار ده چې موږ نړیوال ملګري ولرو. له همدې امله موږ باید لومړی رېښتني ملګري پیدا کړو او نړۍ قانع کړو چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد دی. له هغه وروسته باید له شواهدو او اسنادو سره یو ځای خپل شکایت په امنیت شورا او نورو سازمانونو کې په رسمي ډول مطرح کړو.