یاماماتو: افغانستان قوي سیاسي او نړیوال مالي ملاتړ ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، په افغانستان کې د امنيتي ستونزو د حل او اقتصادي ودې لپاره دغه هېواد غښتلي سياسي او نړيوال- مالي ملاتړ ته اړتيا لري.
تاداميچي ياماماتو دا خبره وړمه ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د جمعې ورځې غونډه د افغانستان پر وضعيت بحث ته ځانګړې شوې وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د غونډې په پيل کې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په اشاره ويلي، په دغه هېواد کې د ژمې پر مهال هم وسله والې نښتې روانې وې.
تاداميچي ياماماتو زياته کړې، د هغو راپورونو په اړه سخت اندېښمن دى چې له مخې يې په افغانستان کې ښايي د پسرلي په موسم کې هم جګړه په شدت دوام ومومي.
نوموړي زیاته کړې: ((د افغانستان د خرابېدونکي امنيتي وضعيت په اړه لا هم ستره اندېښنه شته، د ژمې له سړو مياشتو سره- سره د ٢٠١٧ میلادي کال په لومړيو کې وسله والو جګړو بې له دې چې کمې شي، ادامه وموند، زه د هغو راپورونو په اړه سخته اندېښنه لرم چې په کې ويل شوي په راتلونکي پسرلي کې به هم جګړې په شدت ادامه ولري، د امنيتي وضعيت د ښه کېدو لپاره دې ټولې هڅې وشي، بايد په دغه هېواد کې د داعش په ګډون د بهرنيو جنګياليو د حضور په اړه هم خبردار و اوسو.))
ده زياته کړې، د افغانستان د امنيتي ګواښونو د له منځه وړو او اقتصادي ودې لپاره کابل غښتلي سياسي او نړيوال- مالي ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړي په خپلو خبرو کې د تېر ميلادي کال ملکي تلفاتو ته اشاره کړې او د ملکيانو پر خونديتوب يې ټينګار وکړ.
تاداميچي ياماماتو زياته کړې، د افغانستان د امنيتي وضعيت خرابوالى د دې سبب شوى چې په ٢٠١٦ میلادي کال د داخلي بېځايه شوو کسانو شمېر ډېر زيات شي.
د ده په وينا، تېر ميلادي کال څه باندې ٦۵٠زره افغانان بېځايه شوي دي.