غزل

 غزل
که بې رهبره شولې لار ې، ته خويې راسره
زمادستړي ژوندهندارې ، ته خويې راسره
منم چې هرچاله خپل زړه اوذهنه ويستلم
ته مې شېبې دراتلوشمارې ،ته خويې راسره
چيغې وهم ، ژړاکومه څوک مې غږ نه اوري
ته لکه سيورى راته ښکارې ، ته خويې راسره
بادهم را مات کړل دفريادسوي وزرونه اخر
زمادسوي درد کوکارې ، ته خويې راسره
زمادستړي ررح انځوره رانه ځان دجوړکړ
که مې په هره پناه سپارې، ته خويې راسره
خيرکه په مادرياضت دروازې وتړل شوې
زمو ږ دکلي للمه زارې ،ته خويې راسره 
ديکشنبې شپه ١٣٨٨دسلواغې لسمه دصفاراډيودفتر، جلال ابادښار