
پاکستان داسې ملګری هېواد دی، چې نه یوازې د باور وړ نه دی، بلکې له کلونو راهیسې یې د امریکا د دښمنانو ملګرتیا او له هغوی سره یې مرسته کړې ده (د امریکا کانګریس مین ټیډ پو)
د امریکا کانګریس ته هغه لایحه وړاندې شوه چې که ومنل شي، نو پاکستان به په رسمي توګه د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي.
دغه لایحه ټیډپو وړاندې کړې، چې د کانګریس نفوذ لرونکی غړی بلل کېږي. نوموړي پاکستان سره د امریکا اړیکو کې د انقلابي بدلون هڅه هم کړې.
ټیډپو د امریکا کانګریس کې د ترهګرۍ ضد جرګه ګۍ مشر دی او له دې مخکې یې هم د پاکستان پر تګلاره نیوکې کړې دي.
سپینې ماڼۍ د پاکستان خلاف پټېشن لاسلیک شوی غوښتنلیک تړلی دی. د دغې لایحې له مخې باید د امریکا ولسمشر د ۹۰ ورځو مودې کې ځواب ورکړي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره مرسته کوي که نه.
له دې ۳۰ ورځې وروسته به د بهرنیو چارو وزیر رپوټ ورکوي، چې له مخې به یې پاکستان د ترهګرۍ سرپرست هېواد بلل کېږي او یا به په تفصیل سره څرګندیږي، چې ولې د دغه هېواد نوم په دغه نوملړ کې نه شي شاملېدی.
ټیډپو په لایحه کې لیکلي: 'پاکستان داسې ملګری هېواد دی، چې نه یوازې د باور وړ نه دی، بلکې له کلونو راهیسې یې د امریکا د دښمنانو ملګرتیا کړې او هغوی سره یې مرسته کړې ده.'
نوموړي دغه راز ویلي، که اسامه بن لادن ته د پټنځای ورکولو موضوع ده او که له حقاني شبکې سره ملګرتیا په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان تګلاره معلومه ده او داسې ګڼ ثبوتونه شته، چې ښيي پاکستان د امریکا ملګری نه دی.
په لایحه کې راغلي:«اوس وخت راغلی، چې موږ پاکستان ته د ټګي، برګي بدل کې پر انعام ورکولو بندیز ولګوو او داسې یو هېواد یې وبولو، چې په حکومتي کچه د ترهګرۍ سرپرستي کوي.»
ټیډپو تېر کال سپټمبر کې هم وړاندیز کړی و، خو د تایید احتمال یې ځکه ډېر لږ و، چې د اوباما حکومت وروستۍ ورځې وې او پر دغه قرارداد بحث کولو ته وخت پاتې نه و.
ټیډپو د قرارداد تر څنګ په نېشنل انټریسټ نومې مجله کې له پخواني مرستیال دفاع وزیر جیمزکلیډ سره په ګډه یوه لیکنه کړې.
دغه لیکنه کې ویل شوي چې امریکا باید له پاکستان سره اړیکو کې بدلون ته د هند او پاکستان له خپل منځي اړیکو ورهاخوا وګوري، ځکه وايي دغه پالیسي زړه شوې ده.
د دوی مشوره ده، چې باید سویلي یا سوېل لوېدیځه اسیا کې د کوم نوي کړکیچ له کبله د امریکا پام بل لور ته شي او هغه پاکستان مرستې ته منډه نه کړي، چې د نړیوالو مالي اداري پورونه نه شي ورکولای.
له دې مخکې د امریکا یو شمېر مشهورو فکري مرکزونو او د سویلي اسیا چارو ماهرینو کانګریس ته ورته سخت قرارداد وړاندې کړی، چې په کې ورته مشورې ورکړل شوې وې.