د سعودي په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په یمن کې ۲۶ تنه ووژل

د يمن روغتيايي او پوځي سرچينې وايي د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونو پر يوه مارکېټ بمباري کړې؛ چې لږ تر لږه ٢٠ ملکيان او شپږ ياغي جنګيالي يې وژلي دي.
دغو سرچينو ويلي، الوتکو د سره سمندرګي خوخه بندر ته نږدې هغه موانع په نښه کړل چې د شيعه ګانو حوثي جنګياليو پرې څارنه کوله. د دوى په وينا حوثي جنګياليو يوه مارکېټ ته پناه يووړه چې پرې بمباري وشوه.
يوې سرچينې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د يمن ولسمشر عبدربُه منصور هادي چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي، ويلي ياغيانو له ملکيانو د بشري ډال په توګه کار اخيستى دى.
په بله پېښه کې يوه «سمندري ماين» چې چارواکي وايي ياغيانو ځاى پر ځاى کړى و، په سره سمندرګي کې د يمن د ساحلي ساتونکو پر کښتۍ چاودلى چې لږ تر لږه دوه کښتۍ چلوونکي يې وژلي او اته نور یې ټپيان کړي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو پرضد جنګېږي. دغه جګړه په ٢٠١۴میلادي کال کې هغه وخت پيل شوه چې دغو ياغيانو د يمن پلازمېنه صنعا ښار ونيوه.
په روانه جګړه کې څه باندې لس زره ملکيان وژل شوي او شا و خوا درې مليونه نور بېځايه شوي دي.