
۲۱/۱۲/۱۳۹۵،ل ،ل
د سردارمحمد داؤد خان پر روغتون باندې د برید اصلي عاملین څوک دي؟
د سردار محمد داؤد خان په څلورسوه بستریز روغتون باندې ترهګر برید د نړۍ په هېڅ دین او آئین کې جواز نه لري، د روغتونونو ډاکټرانو او نور کارکوونکي د هر انسان د روغتیا لپاره شپه او ورځ زیار باسي، هغه کسان چې په روغتونونو باندې بریدونه کوي له انسانیت او اسلامیت څخه وتلي دي، بلکه په هېڅ دین او مذهب پورې تړاؤ نه لري، یوازې د شېطان په لاره کې جګړیږي، ځانونه وژني او نور وژني!.
دا چې د نوموړي برید مسؤلیت ظاهراً د داعش ډلې منلی دی، په حقیقت کې د داعش ډله نه، بلکه د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی، اس، آی) اداره ده. په افغانستان کې د داعش ډله دومره پیاوړي نه ده چې دا ډول بریدونه پلي کړي. کله چې آی، اس، آی په افغانستان کې ترورستي عملیات ترسره کړي، همدغه اداره له یو نامالوم ځای څخه د داعش په نوم رسنیو ته خبر ورکړي او مسؤلیت د داعش په غاړه واچوي، په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډله د طالبانو په شان پېژندل شوی ویاند، چې د غږ له حنجرې څخه هم وپېژندل کیږي نه لري، هر څوک کولی شي هر ډول جنایت او ورانکاري وکړي او مسؤلیت د داعش پر غاړه واچوي.
موږ چې د سردار محمد داؤد خان په روغتون باندې ترورستي برید له هره اړخه تحلیل او تجزیه کړ، په پای کې دې پایلې ته ورسیدو چې نوموړی برید د پاکستان د پوځي استخباراتو استخدام شویو اجنټانو لخوا ترسره شوی دی، دا ډول پیچلي او نه پوهیدونکي ترهګر بریدونه پخوا د آی، اس، آی لخوا د کابل ښار په سیرینا هوټل او نورو ودانیو باندې هم ترسره شوي دي، طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې ټپلې دا شان مغلق عملیات د پاکستان د آی، اس، آی ادارې له مخامخ همکارۍ او څارنې پرته نه شي کولی. دا چې د سند په ایالت د شهباز قلندر پر زیارت باندې ترهګر برید ترسره شو،(ډېری استخباراتي کارپوهان په دې ګروهه وو چې نوموړی برید د پاکستان آی، اس، آی لخوا د نړیوالو د توجه د اړولو لپاره ترسره شوی دی، تر څو وښيي پاکستان د ترهګرو ملاتړ نه کوي، بلکه پخپله د ترهګرۍ ښکار دی.) د پاکستان پوځ ستردرستیز جنرال قمر جاوید بجواه وویل چې د برید طرحه کوونکي په افغانستان کې دي، نوموړي په ډاګه وویل: موږ به د برید غچ واخلو. څرګنده خبره ده چې بجواه په دې پلمه د هغه برید غچ په کابل کې د سردار محمدداؤد په روغتون له ډاکټرانو او ناروغانو څخه واخیست، چې دوی په خپله په نوموړي زیارت کې پلان کړی ؤ.
اوس به په دې باندې وغږیږو چې په افغانستان کې د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې آی، اس، آی د ترهګریزو(ترورستي) بریدونو عوامل څه دي؟.
لومړی ځواب: پنجابیانو د پاکستان له جوړیدو راپه دېخوا له افغانستان سره دښمني پیل کړي ده، چې اصلي لوی عوامل یې دوه دي:
دویم ځواب:په افغانستان کې د آی، اس، آی ادارې ترهګریزې کړنې له دې امله بریالی دي چې د اسلام له سپیڅلی دین څخه یې د ترورستي کړنو لپاره توره او ډال جوړ کړي او خپلو اجنټانو او لاس پوڅو ته یې په لاس کې ورکړي دي ترڅو په افغانستان کې ترورستي کړنې ترسره کړي، د آی، اس، آی لپاره په افغانستان کې د خپلو اجنټانو د استخدامولو امکانات هغه مهال لا پراخ شول چې روسانو په افغانستان باندې یرغل وکړ، ډېرو افغانانو د روسانو پر خلاف پاکستان ته پنا یوړه، خو په دې نه پوهیدل چې د یوه دښمن پر وړاندې د بل تاریخې او قسم خوړلي دښمن لمنې ته ولویدل، هغه وو چې د اوږدو کلونو په تېریدلو سره د ډېرو هغو افغانانو ماغزه ومینځل شول چې پاکستان ته مهاجر شوي وو، داسې چې ښه یې تر پام بد راغلل او بد یې تر پام ښه راغلل، چې له امله یې پاکستان مسلمان، ورور او د خپل هیواد په سترګه ورته ګوري او افغانستان ته د یو کفري او پردي هیواد په نظر ګوري، چې په حقیقت کې (د افغانستان لپاره د لاستوڼي مارانو حیثیت لري) نو ځکه خو آی، اس، آی د خپلو دغو اجنټانو په مرسته په اسانۍ سره کولی شي په افغانستان کې ترورستي کړنې ترسره کړي. لکه وړاندې چې وویل شول، پاکستان له هند سره د افغانستان په نسبت لویه دښمني لري پاکستان تل کوښښ کړی دی چې په هند کې د افغانستان په شان ترهګریزې کړنې ترسره کړي، خو پاکستان د هند پر وړاندې په خپلو شومو موخو کې ناکام دی، وجه دا ده چې د پاکستان آی، اس، آی سازمان د هند په خلکو او د هند حکومت په دننه کې د افغانستان په شان اجنټان او لاسپوڅي نه لري.
دریم ځواب:د افغانستان کشفي او امنیتي ادارې د آی، اس، آی د شیطاني کړنو پر وړاندې له دې کبله پاتي راغلي دي چې: