مسکو طالبان په وسلو نه سنبالوي

د روسی د بهرنیو چارو وزارت هغه پوچ تورونه ردوی چې ویل کیږی ګواکې مسکو د طالبانو غو رځنګ سره د وسلو مرسته کوی.
«په دې ورستیو وختونو کې په افغانستان کې د بهرمیشتو خواکونو یو شمیر استازي او همدارنګه یو شمېر افغان چارواکې د روسيې فدراسيون، په دې تورنوي چې ګواکې د طالبانو له غورځنګ سره مسکو مرسته کوی. طالبانو ته وسلې په واک کې ورکوي او د دې افراطي سازمان د فعالیتونو سره مالي مرسته. او آن د افغانستان په خاوره کې د وسله والو د روزنې د کمپونو په جوړولو کې همکاري کوی. خو دوی په دې اړه کره شواهد نه لري ». دامطلب د جمعی به ورځ دروسیي د بهرنیو چارو وزارت به رسمی سایت کې خپور شوی دي. «داډول مبتذل او جعلی کمپاین د تنظیمولو موخه داده چې زموږ هیواد بې اعتباره کړی.کوم چې په ترځ کې افغانستان او نړیواله تولنه غواړې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ ضد دروسیی هڅې کمزوري کړي» ‎. دروسي د بهرنیو چارو وزارت په دې عقیده دی، چې ددغو هڅو ترشا د افغانستان نه بهر او په دننه کې یو شمیر کړی مو جودي دي چې په دغه هیواد کې ثبات او تیکاو نه غواړی.