نور باید په خپلو سترګو کې خاورې ونه شیندو!

په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې وحشت زړه بوږنوونکی و. برید ته غبرګونونه هم توند او پراخ وو. په کور دننه او په نړیواله کچه دا برید غندل شوی او د انسانیت او اسلامیت ضد عمل ګڼل شوی. داعش ددغه وحشت مسوولیت منلی، خو لا کره نه ده چې رښتیا هم داعش کړی او که د داعش نوم کارول شوی. په کابل کې د پړې ګوته ای اېس ای ته نیول کیږي او ډېر خلک فکر کوي چې ددغه برید تر شاه پاکستاني استخبارات دي. اصلي ستونزه چېرته  ده؟ ددغو برید اصلي پړه د چا پر غاړه ده او څنګه یې د تکرار مخنیوي کېدای شي.
برید پاکستاني استخباراتو کړی، که داعش او یا بل چا، یو بحث دی، ددغو ټولو تر شا یو ځواک دی. زموږ د امنیتي مسوولیتونو کمزورتیا او دې ته ورته نور مسایل ټول فرعی او کوچني لاملونه دي. اصلي ستونزه بل ځای دی. دلته که داعش برید کوي، که پاکستاني استخبارات او که بل څوک، واضح ده چې ددغه ډول بریدونو زمینه هغه جګړې برابره کړې چې د امریکايي ګټو لپاره روانه ده. داعش له اسمانه نه دی را غورځېدلی، د افغانستان او سوریې داعش ځمکه او اسمان توپیر هم لري، واضح ده، استخباراتي لوبه ده. نور د شف شف وخت تېر دی، داعش د امریکايي استخباراتو لوبه ده چې د ای اېس ای په مرسته یې پر مخ وړي.
موږ نور باید خپلو سترګو کې خاورې ونه شیندو، امریکا یا خو د هر وحشت تر شا ده او یا فکر کوي چې په دغو وحشتونو کې یې ګټه ده، نو ځکه غبرګون نه ښيي. که امریکا رښتیا دغه وحشت نه غواړي او په دې وحشت کې یې ګټه نه وي، لومړی خو داعش او پاکستاني استخبارات دغه ډول بریدونه کولی نه شي او که یې وهم کړي، نو د امریکا ځواب به توند او جدي وي. موږ له پاکستاني استخبارتو او پاکستاني پوځ سره د امریکا د معاملې قرباني یو. موږ د امریکا د هغه پالیسۍ قرباني یو چې له ترهګرو او جنایت کارو ډلو د خپلو موخو لپاره استفاده کوي، یا جګړه اوږدوي او یا هم د خپل حضور پلمه پیاوړې کوي.
اوس د داعش غندل، ګټه نه کوي، وحشي، وحشي وي، څوک چې پر روغتون کې دغه ډول وحشت کولی شي، غندنې پرې اغېز نه کوي. دغه راز موږ که شپه او ورځ پاکستاني استخبارات وغندو، د هغوی په وحشت کې کمی نه راځي، نو له همدې امله اصلي ټکي ته باید پام وکړي. موږ باید له امریکا سره نور واضح او روښانه خبرې وکړو. امریکا باید یا له موږ سره دوستي وکړي او ددغه وحشتونو مخه ونیسي یا دې دا ولس پریږدي چې پخپله خپل تصمیم ونیسي. نور د داعش یا بل وحشي د غندلو پر ځای د امریکا پر وړاندې درېدل په کار دي. موږ باید له اصلي اړخ سره مخ شو، هغه چې هم داعش کنټرولولی شي او هم د پاکستاني استخباراتو د وحشت مخه نیولی شي. موږ باید نور دا واقعیت ومنو چې دلته هر ډول وحشت د امریکايي ګټو لپاره روان دی. نور باید خپلو سترګو کې خاورې ونه شیندو، نور د روښانه دریځ وخت دی.