ملګري ملتونه: په افغانستان کې امنیتي وضعیت ناوړه شوی دی

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې امنيتي وضعیت تر پخوا لا ډېر خراب شوی او د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې چې په ۲۰۱۶ کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې وې، په ۲۰۱۷ کې به هم دوام وکړي.
ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه تازه رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې نږدې ۲۴۰۰ امنیتی پېښې ثبت کړې او دا د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۵ سلنه ډېرې دي.
د ملګرو ملتو په رپوټ کې دا هم راغلي چې د دې پېښو ۵۰ سلنه په پنځو سوېلي او ختیځو ولایتونو کې شوې دي، خو په شمال او شمال ختیځ کې هم د طالبانو فعالیتونه جنګي جغرافیا پراخه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، د اسلامي دولت په نوم داعش ډله په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایت کې لا هم شته.
رپوټونه هم وایي، چې د افغان ځواکونو له چاڼیزو عملیاتو سره سره داعش وسله وال بیا دغو سیمو ته ستانه شوي دي.
د داعش اړوند وسله والو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پر سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون برید وکړ، چې له امله یې ۳۰ کسان ووژل او ۵۰ ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، افغان ځواکونه د عملیاتي وړتیا ترڅنګ لا هم له پاموړ ننګونو سره مخ دي.
بلخوا د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر چې تازه يې په هند کې د اسیا په ۱۹ امنيتي کنفرانس کې ګډون کړی، ټایمز اف انډيا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، دښمن يې تر هغه وخته درې برابره (لوی) دی چې دوی له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ ورسره په جګړه کې وو.
د ښاغلي اتمر په خبره، هغه مهال افغان ځواکونو له ځانه سره د ۱۵۰ زرو نړيوالو ځواکونو ملاتړ هم درلود.
په ورته مهال په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي د د دغه هېواد مشرانو جرګه کې د وسله والو خدمتونو جرګه ګۍ ته ویلي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او سلاکارۍ لپاره افغانستان کې لا ډېرو امریکايي ځواکونو ته اړتیا ده.
د جنرال جوزف ووټل په خبره، د افغان ځواکونو سره د مرستې او سلاکارۍ ماموریت د ډېر اغېز لپاره لا ډېرو ځواکونو ته اړتیا ده.