
د منځني ختیځ لپاره د امریکایي ځواکونو قوماندان خبرداری ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د طالب وسلهوالو ماتولو لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا لري.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزيف ووټل "Joseph Votel" وړمه ورځ د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته ویلي چې دی د افغانستان جګړې د په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره پر یوې نوي ستراتیژۍ کار کوي.
جنرال ووټل وایي، باور یې دا دی چې تازه دمي ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت اغېز ډېر کړي.
نوموړي زیاته کړې: ((موږ د پرمختګ پر یوې ستراتیژۍ کار کوو، په دې اړه اوس مهال له دفاع وزیر سره بحثونه لرو، زه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن خپل تر ټولو ښه وړاندیزونه دفاع وزیر ته ورکوو، موږ د پرمختګ په انتظار یو، زه باوري یم چې په دې ستراتیژۍ کې به افغانستان ته د نورو تازه دمه سرتېرو لېږل شامل وي، څو افغان ځواکونو ته د سلا مشورو او مرستې ماموریت لا نور اغېزمن کړي.))
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وایي، دغه هېواد په کورنۍ جګړې کې ښکېل نه دی، بلکې د دوی په خبره له نړیوال تروريزم سره مخ دی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته ویلي، هر هغه اقدام چې د تروريزم پر وړاندې مبارزې او په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو برخه کې کېږي، دوی یې هرکلی کوي.
جنرال وزیري د افغان ځواکونو پر لا پیاوړي کولو ټینګار کړی او وایي: ((زموږ پالیسي او دریځ دا دی چې افغانستان کې جګړه د تروريزم پر وړاندې ده، افغانستان د تروريزم قرباني دی، د امریکا متحده ایالات او ناټو او هم هغه هېوادونه چې له تروريزمه اغېزمن دي، باید له افغانستان سره مرسته وکړي څو د دغه هېواد جګړه ختمه شي.))
امریکایي ځواکونه له ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور لري او د افغانستان جګړه د امریکا تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله بهرنۍ جګړه بلل کېږي.
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن هم تېره میاشت افغانستان ته د نورو سرتېرو د اړتیا خبره کړې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د افغانستان د جګړې په اړه کومه مفصله ستراتیژي نه ده وړاندې کړې، خو د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال یې افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور د دوام ملاتړ ښودلی و.
د ناټو ايتلاف دا مهال افغانستان کې ۱۳۳۰۰ پوځیان لري چې شاوخوا نیمایي یې امریکایي ځواکونه دي.
د افغانستان ملي پوځ او پولیس د دغه هېواد د جګړو مشري پهخپله کوي.