
د امريکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزېف ووټل د پنجشنبې په ورځ سناتورانو ته ويلي چې دی به نورو پليو ځواکونو ته اړتيا لري چې داعش ته له ماتې ورکولو وروسته په رقعه ښار کې ثبات وساتي.
ده ويلي چې امریکايي ځواکونه تر جګړې ختمېدو سمدستي وروسته نه شي وتلای؛ ځکه سوريانو ته به اړتیا وي چې داعش پر شا تمبولي وساتي او ځايي خلکو ته واک په سوله ييزه توګه وسپارل شي.
د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې ته د ووټل خبرې په داسې حال کې دي چې دې وروستيو کې یو څو سوه امريکايي پوځيان سوریه کې وګومارل شول.
له دغو څخه يو شمېر يې د سوريې شمال ته د ترکيې او سوريې پولې ته نږدې د ثبات ساتلو لپاره وګومارل شول.
ده سناتورانو ته دا هم ویلي چې امریکا غواړي له ترکيې سره پر هغې موضوع مسایل حل کړي چې له مخې به يې امریکا په رقعه کې د داعش پر ضد د امریکا په ملاتړ سوري کُردان وکاروي.
په همدې حال کې د اسرايل لومړي وزیر بنيامن نتانياهو د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين ته ويلي چې سوریه کې به تر هغه وخته سوله نه وي چې ایران هلته ځواکونه او سلاکاران ولري.
د نتانياهو دفتر د پوتین تر کتنې وروسته يوه ويډيو او بیان خپاره کړل.
مسکو کې د کتنې پر مهال پوتين د اسرائيل هغه اندېښنې تاریخي تېری وباله او ويې ويل چې دا اندېښنې د پنځمې پېړۍ پر مهال د اسرائيل پر ضد د پخواني فارس د دښمنۍ پر اساس دي.
دا هغه خبره ده چې نتانياهو د خپلې هغې خبرې په ملاتړ کړې وه چې ايران يې هېواد ته تهديد دی.
بنيامن نتانیاهو په خپل بيان کې ويلي: ((ما د سوريې په اړه روښانه کړه چې اسرائيل سوريه کې د موافقې پر ضد نه دی خو موږ د داسې موافقې پر ضد يو چې له مخې به يې سوریه کې د ايران نظامي او د هغوی د لاسپوڅو حضور وي.))
ايران منځني ختيځ کې د اسرائيل نه يوازې علني دښمن دی، بلکې د سوريې جګړه کې د بشارالاسد کلک متحد هم دی.
تهران اسد ته نظامي سلاکاران او جنګيالي ورکړي چې ډېری يې په دې جګړه کې وژل شوي دي.
د ايران په ملاتړ د لبنان د شيعه حزب الله جنګيالي هم له اسد سره مهم ملاتړ کوي.
اسرائيل او امریکا دواړه حزب الله د ايران لاسپوڅې او يوې تروريستي ډله بولي.
نتانياهو ويلي چې اسرائيل پر حزبالله ګڼ شمېر حملې کړې دي چې د سوريې له لارې د وسلو د قاچاق مخه يې ونيسي.
دوه کاله مخکې اسرائيل او روسيې موافقه وکړه چې د سوريې په اړه به نظامي عملیات هماهنګ کوي چې پر يو بل د تصادفي حملو مخه ونيسي او نتانياهو څو ځلي مسکو ته تللی چې د سیمې پر مسايلو خبرې وکړي.
روسيه د سوريې او ايران متحد هېواد دی او سوریه کې د سولې د موافقې لپاره د ټولو لورو تر منځ توازن غواړي.
ملګري ملتونه د سولې د مذاکراتو منځګړيتوب کوي او ټاکل شوې ده د روانې مياشتې په پای کې په ژنیو کې بیا پيل شي.