د امریکا شپږ ایالتونه د ټرمپ د نوي فرمان پر ضد دي

د امریکا واشنګټن، نیویارک، مینه سوټا، اورګان او ماساچوسټ ایالتونو ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ نوي فرمان پر ضد قضايي ګام پورته کوي.
له دې مخکې هاوایي ایالت هم د شپږو هېوادونو د وګړو د مخنیوي لپاره د نوي فرمان پر ضد شکایت کړی دی.
دغه شپږ ایالتونه وایي، د ډونالډ ټرمپ نوي فرمان کې هم هغه حکم دی چې محکمې یې پر ضد پخوا هم پرېکړه کړې وه او د اجرا کېدلو مخنیه یې نیولې وه.
ټرمپ په اوسني فرمان کې هم د ایران، لیبیا، سوډان، سومالیا، سوریې او یمن پر وګړو د ۹۰ ورځو لپاره امریکا ته د تګ بندیز لګولی دی.
له پخواني فرمان سره یې توپیر دا دی چې یوازې له عراقي وګړو دغه بندیز لرې شوی دی.
له دې مخکې د هاوایي ایالت چارواکو د شکایت په کولو سره امریکا ته د شپږو هېوادونو پر وګړو د بندیز لګولو فرمان وننګاوه.
دوی په دې تړاو د ټرمپ د یو لوی سلاکار سټيفن میلر خبرې ته اشاره کړې چې د دویم فرمان په هکله یې رسنیو ته کړې ده: په واقعیت کې "هماغه د اولني فرمان سیاست دی".
رپوټونه وايي چې مینه سوټا او اورګان ایالتونه هم د ټرمپ نوی فرمان ننګول غواړي.
د واشنګټن لوی څارنوال رابرټ فرګوسن ویلي، که څه هم نوی فرمان د پخواني هغه په پرتله لږ خلک اغېزمنوي، خو ایالتونه یې لا هم له حقوقي اړخه ننګولی شي.
د فرګوسن په خبره، د ډونالډ ټرمپ حکومت ته دا زبادول په کار دي چې نوی فرمان د محکمې له حکم سره نه مخ کېږي چې پخوانی فرمان یې ځنډولی و.
د نیویارک او ماساچوسټ ایالتونو لویو څارنوالانو هم ویلي چې په دغه شکایت کې له واشنګټن سره ملګري دي.
ګوتنیونکي وايي، نوی فرمان هم هغه هېوادونه په نښه کوي چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي او دا د مسلمانانو پر ضد توپیر دی.
خو سپینه ماڼۍ وايي، ډېر ډاډمن دي چې نوی فرمان به په محکمه کې بریالی شي.