
د امریکایي سرچینو د خبر له مخې دغه هیواد ۸۰۰ نوي ځواکونه د افغان هوايي ځواکونو د روزنې لپاره رالیږي.
د دغه لښکر ویاند فریدریک ویلیمز ویلي دي چې دغه ځواکونه نن افغانستان ته راځي او د راتلونکې میلادي میاشتې په پیل کې به خپل رسمي ماموریت شروع کړي.
د امریکا د پوځ دغه اقدام وروسته له هغې تر سره کیږي چې جنرال نیکلسون افغانستان ته د تازه دمه امریکایي ځواکونو د استولو غوښتنه کړې وه.
د امریکې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د رول په اړه چې د دغه هیواد په تاریخ کې اوږده جګړه ده څه نه دي ویلي.