د چین په ابتدایې ښونځیو کې جنسي رسوایۍ

په چين کې د ښونځیو په کتابونو کې د سکس په حال د جوړو انځورونه چاپ شوی دي .
د چین د لومړنیو ټولګیو د زده کوونکو په کتابونو کې د ښخو او نارینه د تناسلي الاتو او همدا رنګه د سکس په حال کې د جوړو انځورونه چاپ شوی دي. سر بیره پر دې په دغو کتابونو کې د ماشومانو لپاره د جنسي تیریو په تړاو پوښتنې ته هم ځای ورکړ شوی.
دا کتابونه د چین د ښوونې او روزنې د پوهنځۍ لخوا د ۶ — ۱۲ کلنو ماشومانو لپاره چاپ شوی دي. یوې چینایۍ مور د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ماشومانو لپاره د داسې کتابونو لوستل اړین دي او که نه ؟ وویل: حتا زه د دغو عکسونو په لیدلو سره شرمیږم.
خو ځینې میندې بیا د دغو کتابونو لیکوال ، د واقیعتونو د صادقانه بیان له مخې ستایلې. د ژجیانګ ولایت د ښونې او روزنې ریئس وویل: د دغو کتابونو لوستل اجباري نه دي ، او تر اوسه پورې یوازې په ۱۸ ښونځیو کې چې د مهاجرینو ماشومان هلته زده کړې کوې ویشل شوی دي.
په دغو کتابونو کې د همجنسبازانو انځورونه او د ماشومانو لپاره د دوی د ژوند په هکله پوښتنې چاپ شوی. ښونکې باید دوی ته توضیحات ورکړي چې هم جنس بازۍ یوه طبیعي ښکارنده ده او ځینې خلک غواړي له خپلو همجنسو وګړو سره ژوند وکړي.
سوت چاینا مارنینګ ورځپاڼه لیکي: د چین د کمونست ګوند «نشراتي ارګان »د دغو کتابونو له لیکوالو څخه د ژوند د واقیعتونو د صادقانه بیان له کبله ملاتړ کړي او وایي چې ماشومانو ته باید د دغو واقیتونو د جانبي عوارضو په تړاو روښانتیا ورکړای شي تر څو په راتلونکې ژوند کې به هغوی ته د دغو اړیکو په هکله هر څه څرګند وي.