عراقي قوماندان: امريکايانو البغدادي سره مرسته وکړه، چې خوندي ځای ته ولاړ شي

د الحشد الشعبی ځواکونو يوه وتلي قوماندان امريکايي ځواکونو پر دې تورن کړل، چې د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي سره يې مرسته وکړه، چې د موصل په عملیاتو کې د ساحل له ښۍ خوا (لويديخ) نه، د ښار سويلي امنې سيمې ته ولاړ شي.
قوماندان جواد الطبیباوی «سومریه نيوز» ته ويلي، چې دوی داسې مالومات لري، چې البغدادي د موصل په سويل کې د دوو سيمو منځ ته انتقال شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې عراقي ځواکونه د موصل په لويديځ کې پر چاڼيزو عملیاتو لګیا دي خو امريکایانو د داعش مشر ۸۰ کيلومتره ليرې خوندي سيمې ته انتقال کړ.
ځينې سرچينې وايي، چې د عراق پوليس، د چټک غبرګون ځواکونه، د ترهګرۍ سره د مبارزې سازمان د الحشد الشعبی ځواکونو په ګډه په دې هڅه کې وو، چې د البغدادي پټنځای ته ځان ورسوي خو امريکایان له نوموړي سره مرسته وکړه.