
د داعش پر وړاندې د مبارزې نړيوال ایتلاف ویاند جان دوریان ويلي، چې د داعش د ماتې د ګړندي کولو لپاره په تيرو څو ورځو کې په سوریه کې ۴۰۰ امريکايي پوځیان ځای پر ځای شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه ځواکونو د سوريې د منبج ښار ته ليږل شوي دي او ټينګار يې وکړ، چې د داعش مرکز د الرقه ښار عملیات ښه روان دي.
مخکې له دې پنتاګون هم اعلان کړی و، چې د دوی ځواکونو د منبج ښار کې ځای پر ځای شوي او پر ټانکونو يې د امريکا بيرغونه درولي، تر څو په جګړه کې ښکېلې نورې کورنۍ ډلې پر دوی باندې ډزې ونکړي.
موده مخکې جمهور رييس ډونلډ ټرمپ له دفاع وزارت نه غوښتنه کړې وه، چې د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره دې نوې طرح جوړه کړي.
د يادونې ده، چې په سوريه کې د روسي ځواکونو عملیات ډير کامیاب او د داعش ډله يې سخته وځپله، خو کومو هېوادو ته چې د امريکايي ځواکونو پښه رسيدلې ده، هلته امنيت خرابه شوی، چې ښه بېلګه يې عراق او زموږ ګران هېواد دی.