
تيره ورځ د بريتانیا د يوه وزير فليپ هاموند لخوا د دغه هېواد بوديجه په پارلمان کې اعلان شوه، خو اصلي خبر جوړونکي مساله د لومړۍ وزيرې تيرزا مې د زړه له خلاصه خندا وه.
کله چې د مخالف ګوند مشر جرمی کوربین وينا کوله او د لومړۍ وزيرې د بوديجې پرسیاست يې نيوکه کوله، تيرزا مې په خنديدلو پيل وکړ او دومره سخت يې خندل، چې ټول وجود یې ټوپونه وهل.
د نوموړې خندا خلک دومره هيښ کړې وو، چې په ټولنيزو رسنيو کې خلکو داسې کومنټونه کول، چې دوی نه پوهيږي چې د کارګر ګوند مشر يې مسخره کولو او که پخپله ناروغه ده او د روغتياپالو درملنې ته اړتیا لري.