
لنډه کيسه
ليکوال : ګل رحمان رحماني
دګل خانې ماڼۍ نن سهارهم په همغه پخواني شان شوکت ولاړه وه ، نرى شمال لګېده او مرغانو شورماشورجوړکړى وو ،توتکۍ به نږدې راغلې خو چې کله به يې د ماڼۍ په رنګينو پردو او ښېښوسترګې ولګېد ې بېرته به دشنه اسمان په لوروالوتې او د نورو توتکيتو په سيل کې به ورګډې شوې دسهار لمر هم د ورېځو په جا ل کې راګير وو او رڼايې پيکه کړې وه ولسمشردنورو ورځو خلاف په اوږدو چرتونو کې ډوب وو اودماڼۍ په يوه اوږده دهلېز کې يې دسرو قالينو لپاسه قدم واهه دماڼۍ له کړکيو يې وړاندې غرونواوکله هم خپلو قدمونو ته کتل دهغه په څېره کې کله دومره انديښنې نه وې راټولې شوې ، خپله هم نه پوهېده چې نن يې ولې فکرونوګډاووډ دي او د انديښنوسېلاب په مخه کړى دى دتالار يوې لويې کړکۍ ته ورغى غوښتل يې چې کړکۍ خلاصه کړي خو توتکيو شور ماشور جوړ کړ او په کړکۍ راغونډې شوې دولسمشرلاسونه ولړزېدل اوڅو قدمه شاته شوپه ځيرځيريې توتکيوته وکتل اوپه تندي کې يې دقهرګونځې وغځېدې له ځان سره په خبروشو
واه واه اوس .....
اوس توتکۍ هم راته غوصه دي مااخرله دوى سره څه کړي د دې ماڼۍ هره برخه د دوى کور دى
بياغلى شو
هو...
خۍ دوى ولې دلته ځالې نه جوړوي پخواخوبه ددې ماڼۍ هره برخه اوچت ددوى له ځالو ډک وو خواوس يوه توتکۍ هم دلته ځاله نه جوړوي مااخرددوى سره څه کړي
خپله قره قلي يې په لاس کې واخيسته يوه ملازم ته يې ورغږ کړ
بچيم اينجه بيا....
وړاندې ولاړملازم په لړزېدلو قدمونو د ولسمشرمخکې سلامي ووله
ولسمشرپه خندنۍ لهجه ورته وويل
داتوتکۍ اوس ولې دلته ځالې نه جوړوي ؟
دملازم ژبه بنده بنده شوه پاس چت ته يې وکتل
اوزياته يې کړه
صيب ..صيب ...موږخوهېڅ نه دي ورته ويلي
ولسمشرغوصه شونوبياولې نه راځي زرکه ځواب راکړه
ملازم سرښکته واچولواوزياته يې کړه
ص .ص..ص ...صيب......
دګلخانې دساتونکومشروايي چې دماڼۍ رنګ خرابوي داځل موورته معماران ان له اروپانه راوستي وو ډېره قېمته يې رنګ کړې روپۍ يې تراوسه پاتې دي .....
دولسمشرغوصه سړه شوه په تالارکې وړاندې روان شواوهمغسې په فکرونوکې ډوب وو
په کړکيوکې اېښې ګلدانونه يې يويوله نظره تېرکړل چې مړاوي غوندې ولاړ وو اوغوټيويې له ده نه دلمرخاته خواته مخونه اړولي وو
ولسمشريوه نوې غوړېدلې ګل غوټۍ راونيوه مخ يې دځان خواته راتاوو کړ او له دې سره غوټۍ ماته شوه ولسمشرغوټۍ لاندې وغورځوله اويوځل بياله ځان سره په خبروشو
اوهو...اوس غوټۍ هم دتوتکيوپه څېر له ماخفه دي مخ رانه اړوي ما اخر څه کړي!
د کړکۍ پرده يې کش کړه هواته يې وکتل په هواکې توتکى په دايروي کړيوکې داسمان په لوري پورته کېدلې خپله څنګل يې دکړکۍ په څنډه کېښوده يوځل بياد فکرونو په سيند لاهو شودخپل پلارهغه کيسې وريادې شوې چې په ماشومتوب کې يې ددغه ماڼۍ په اړه ده ته په نقلونوکې کړې وې په خيالونوکې ډېر وړاندې لاړ و وريادشول چې په ماشومتوب کې يوه ورځ له خپل پلارسره دنوي کال په جشن کې دې ماڼۍ ته راغلى وو هغه وخت دغه ماڼۍ ټوله توتکيواودنورورنګارنګ مرغانوشورماشوپه سراخيستې وه هرڅه په ناپايه خوښۍ کې ډوب وو دپاچاپه مخ هم دخوښيوڅپې خورې وې دده پلارچې دپاچا نږدې ملګرى وو دى پاچا ته وروست ده دپاچالاسونه ښکل کړل دپاچالاسونه له خوښۍ دومره ګرم وو چې شونډې يې ورباندې ګرمې شوې پاچاهم دى بې سارې ښکل کړ دده پلار پاچا ته ددوى دباغچې له ګلونو جوړ ه کړۍ غاړکۍ ور واچوله هغه وخت ټوله ماڼۍ دولس له مشرانواوښاريانو ډکه وه له کلو نه هم خلک راغلي وو، دى چې راته هېچا هم تالاشي نه کړدماڼۍ پيره دارانو هر چا ته د ګلونو ګېډۍ ورکولې وسلې يې په ځمکه اېښې وې اوخلکوته يې غاړې ورکولې اتڼوڼه روان وو اودماڼۍ په مينځ کې په پاچادګلونو باران جوړ وو،هره خوادګلونو پسرلنۍ وږمې خپرې وې اودپسرلي لومړۍ ورځ لمانځل کېده ترغرمې پورې دپاچا تخت اوشاو خوا به دګلونو په ګېډيوکې پټه وه اوسندرغاړودخوښۍ سندرې ويلې ټولې سندرې دپسرلي اووطن په اړه وې خو خلکو په بار بار له سندر غاړو غوښتل چې دپاچا په اړه سندرې ووايي ولسمشرچې په خيال کې تردې ځايه راورسېده ټکان يې وخوړ لاندې يې وکتل
دښارنږدې برخې ورته ښکاره شوې په ټول ښارمايوسوونکې فضاخپره وه هلته وړاندې د سړک په غاړه څوسوالګرو ماشومانو لارويانو ته دسوال لاسونه نيولي وو يوسپين ږيري خپل ماشوم زوى ترلاس نيولى وو اوهرڅوک به چې په مخه ورغلل دسوال لاس به يې ورته وراوږد کړ چا به ورته په لاس کې يوه سيکه ورواچوله او څوک به ورنه هسې تېرشول سپين ږيرى همداسې په سړک روان وو اوماشوم يې دلاسه نيولى وو يوځاى په پياده رو کې لاره بلې غاړې ته ګرځېدلې وه بوډا ورتاوو شو خوپه دې وخت کې يوخړ رنګه فوځي موټر راښکاره شو بوډا يې دهارڼد له اوازه وډارشو په منډه له خپل ماشوم سره وړاندې ورغى خوموټريې مخې ته رارسېدلى وو د ډزو اواز اوچت شو او بوډا له ماشوم سره دسړک وړاندې غاړې ته پړمخې
ولوېد ه
ولسمشرخپلې سترګې وموښلې ټکان يې وخوړاوبېرته شاته شو دکړکۍ سره پرده يې کش کړه سريې په دواړولاسونو ونيوه چې له شانه چاورباندې غږکړ
جلالتماب ! وخت پوره دى
په جلسه کې ټول ستاسې انتظارکوي
ولسمشرخپله قره قلي سمه کړه چپنه يې په اوږو پورته کړه اوديوې ډلې ترمخ د غونډو دتالار په خوا روان شو خوقدمونه يې يوهم په ځاى نه لګېدل
٢٠١٠فبروري ٣ جلال ابادښار