
ښځه خورده، ښځه مورده، ښځه لور ده او ښځه ورینداره ده ښځه دماشومانو روزنکي پالونکي او همدارنګه ښځه د نارینه غوندې مساوي حقوق لري.
دا هغه کلیشه شوي جملې او پراګرافونه دي چې د ښځې دنړیوالې ورځ په مناسبت په غونډو کې د ویناوالو لخوا په وار وار تکراریږي په رسنیو کې هم ورته موضوعات د خبریالانو او شنونکو لخوا خپریږي او نشریږي، هرڅوک پهاوسني وخت کې پدې خبره اګاه او خبر دی،چې ښځه د ماشوم روزنکي ښځه د کورني ژوند یو مهم غړی دی او له کوره بهرد ټولنې په نورو وګړو هم زیات تاثير لري.
خو ښځې ته د مساوي حقوقو ورکړه بیا بېله مسئله ده چېپه افغاني ټولنه کې زیاتره ښځې د نوموړي ستونزې سره لاس او ګریوان دي،خو په پنځلسو کالونو کې چا ښځې ته نهمساوي حقوق ور کړل او نه دا غوښتنه چا وکړه چې ښځېته د مساوي حقوق ور کړل شي ،خو یوازې او یوازې د ښځېد نړیوالې ورځې د مارچ په اتمه نېټه د افغانستان په مرکز او
او ټولو ولایتونو کې د ښځې په مناسبت غونډې جوړیږي.ویناوال پکې کلیشه شوي ویناوې اوروي چارواکي پکې د ښځو سره بېلابېلې ژمنې کوي، کلیوال ملا د ښځې د حقوقو په اړه هېڅ ډول دیني مسايل نه بیانوي او که مسايل هم بیانکړي مقتدیان یې په یوه غوږ اوري په بل یې وباسي.
قومي مشران د کورنۍ مشران د کلي مشران ښځه ته د میراث حق نه ور کوي چې زیات شمېر خوندي د میراث لهحق څخه محرومې دي یوازې د ښار او ښار ته د نږدې سیمې
ځينې باسېواده ښځې په نوموړي غونډو کې ګډون کوي او هغه ښځې ویناوې اوروي چې پنځلس کاله مخکې یې هم ویناوې خبرې او د ښځو د حقوقو د غوښتې اواز پورته کولوپه کلیوالي سیمو کې ښځه د تعلیم له حق څخه محرومه دهښځه چې ناروغه شي پروخت ډاکټر ته نه بېول کیږي.
ښځه په بدو کې ورکول کيږي.
ښځه د کورنی د نارینه غړو لخوا زورول کیږي، وهل کيږلشړل کیږي.
ښځه اوس هم د نارینه وو څخه پاتې شوي ډوډۍ خوري.
او د ښځې سره اوس هم د يوې مزدورې غلامې پشان چلند کیږي.
که رښتیا دولت او دولتي چارواکي د ښځې مساوي حقوقو ته ژمن وي، نو په داسې يو میکانېزم د کار وکړي چې نېغه په نېغه یې ښځو ته ګټه ور سیږي چې کلیوالي او ښاري ښځېمساوي ګټه ترې پورته کړي.چې د نوموړي ستونزې څخه افغان ښځې وژغورل شي.
د عامه پوهوي په برخه کې دې د حج اوقافو وزارت ولایتي مسولینو ته دنده وسپاري چې علماء د دیني ارشاداتو په رڼاکې د ښځو حقوق او مسایل خلکوته بیان کړي.
او دولت چارواکي د ښځو په اړه تاوتریخوالی تر جدي څېړنې لاندې ونېسي او په اړه یې دا جدي ګامونه واخلي.په کليوالي سیمو کې دا د خويندو لپاره د تعلیم زمینه سازي وکړي او د حرفوي زده کړو مرکزونه د د میرمنو لپاره ایجاد کړي.
خلیل جان (ګربزوال)