د پاکستان اپوزیسیون غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې پولې پرانیستل شي

د پاکستان په پارلمان کې د دغه هیواد د اپوزیسیون غړو ویلي دی چې ژر تر ژره دې له افغانستان سره تړلې پولې پرانیستل شي.
دوی زیاته کړې چې د افغانستان سره د دغه هیواد د پولو تړل د ترهګرۍ سره په مبارزه کې هیڅ ډول رول نشي لوبولی، نوموړو غړو د پاکستان پر بهرني سیاست کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه والي لپاره باید جدي هڅې وشي.
د دغو نیوکو په ترڅ کې د تحریک انصاف یوې غړې ویلي دي چې د دې پولو تړل د ترهګرو په مخنیوي کې کوم موثر ګام نه دی، او که چیرې په رښتیا هم موثر وي نو له هند سره دې هم د واګې بندر لاره وتړل شي.
وکیلانو د هند په پرتله د پاکستان خارجي سیاست تر کلکو نیوکو لاندې ونیوه.