سپینه ماڼۍ وايي چې د ټرمپ په اړه به هیڅ څیړنې ونشي

د سپینې ماڼۍ د رسنیو مسوول شان سپیایسر ویلي دي چې داسې کوم دلیل نشته تر څو د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه دې کومې څیړنې تر سره شي.
له نوموړي مخکې د ټرامپ مشاور له رسنیو سره په مرکه کې پر ټرمپ د روسیې سره د اړیکو تورونه رد کړي وو.
د یادونې وړ ده چې پر ډونالډ ټرمپ تورونه لګیدلي دي چې له روسیې سره ژورې اړیکې لري، او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ده د بریا لامل هم د روسیې سایبري بریدونه وو.