د مېرمنو فکري وده عملي هڅې غواړي!


افغانۍ ښځې تر اوسه په دې تمه دي؛ چې د دوی حقونه به نارینه ور ډالۍ کوي.نور، به ورته خوښي، خپلواکي او سوکالي ورکوي؛ همدوی به ورته برخلیک ټاکي!
له بده مرغه په افغانستان کې د نارینو تر اغیز او واک لاندې ژوند کول، د دوی ناروا، ښکنځلې، سپکې سپورې، رټل او وهل زغمل د ښو ښځو ځانګړنې بلل کیږي.آن ډیرې ښځې نورې لوستې، دلیل او منطق ویونکې ښځې بدې او بې شرمې ګڼي!
ښځو ته دوېیمه درجه ټاکل لومړی د ځينو مېندو لخوا په کورني چاپیریال کې تمثلیږي.هلکان ښوونځي ته ځي، خو خوېندې دې د وروڼو خادمانې وي.
ځېنې مېندې ښه خوراک، پوښاک مينه او ارزښت یوازې هلکانو ته ورکوي.د زامنو فرمایشونه منل کیږي، خو خویندې د وروڼو په وړاندې د خبرو کولو جرآت نه لري، نه هم د دوی په څیر خپلواکي او اسانتیاوې لري.
ډیرې مېندې خپلو زامنو ته لوستې نجونې په دې دلیل نه خوښوي چې دوی زده کړو لپاره له کوره وتلي دي، ښې خبرې کولې شي، او له خپلو حقونو باخبره دي! ځینې ښځې خو، په نورو ښځو باور نه لري، کمزوره او ژر ګمراه کېدونکی جنس یې بولي؛ له ځينو مې حتی دا متل اوریدلی دی: لعنت دې په نېکې ښځې وي؛ بې لارې خو پرېږده! زه نه غواړم د دې بد مرغي پړه په ښځو واچوم، له دوی شکایت او ګېلې وکړم.
هوکې، دا د فکري غلامۍ اغیزه ده، ناوړه دودونه او د نالوستۍ او ناپوهۍ له امله ځينې مېرمنې په همدې فکر تربیه شوي دي، دوی خپله په همداسې کورنیو کې ژوند کړې او نن چې خپله د یوې کورنۍ مېندې دي؛ نو د تېرو نسلونو تېروتنې تکراروي، دا مېرمنې خپل فکر سم او پر ځای ګڼي!
له کلونو راهیسې ځينې مدني فعالینې او د ښځو د حقونو فعالینې په کابل کې په ځينو لوکسو تالارونو کې یو څو خپلواکو مېرمنو ته په نمایشي غونډو کې خپل مسؤلیت رفع کوي.
ځينې نورې بیا د بهرنیو مېرمنو د کلونو، څېړنو پایلې په خپل نوم نشرې کړي، ځان مشهوره کړي او همدا ستر خدمت ګڼي.
ډیرو نورو د بې وزله مېرمنو د دفاع په نوم د بهرنیو مرسته کوونکو ادارو مالي مرستې په خپلو منځونو کې ویشلي دي!
ځينې د مېرمنو د لاسنیوي شعارونه ورکوي؛ خو خپله له مېرمنو سره ښه چلند نه لري.
کلونه وشول همدا سلسله روانه ده، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د دوی د حقونو د دفاع دوه قانونونه په پاڼو کې وراسته شول خو؛ له سختیو او کړاونو په تنګ راغلې افغانۍ ښځې ځان وژنه کوي؛ځکه بله لار نه ویني.
ښځې اوس هم د غوږونو، پوزې او ښځينه عضو پرې کېدل زغمي؛ خو له ځان څخه دفاع نشي کولې!
۱۹۱۷میلادي کې د امریکايي کارګرو ښځو د دوی په وړاندې د زیاتي له کبله اعتراضونه پېل کړل، د دغو کارګرو ښځو له پیوستون خوځښت ،هڅو او د ډیرو له مړېنې وروسته د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه هر کال لمانځل کیږي.
هغه مهال په امریکا کې له اوسني افغانستان څخه د مېرمنو حالت ډېر خراب و؛ خو زړورو مېرمنو د سر په بیه د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.
‎د افغانو ښځو د استازو په نوم دا څو تکراري څېرې دې له خدایه وډارې شي!
له لوکسو تالارونو او ننداریزو غونډو دې و وځي؛ د کارکړو مبارزو ښځو په څېر دې عملي فعالیت وکړي. کور په کور دې د مېرمنو د پوهاوي پروګرامونه پلي کړي. له مېندو سره دې خبرې وکړي، دوی باید له خپل ارزښت، او درنښت خبرې کړي. مېرمنو ته دې له دوې سره د اسلامي او انساني چلند په اړه معلومات ورکړې، د مېرمنو د فکري روزنې هڅې باید پراخې شي.
ښځه یو خپلواک موجود دی، باید له طفیلیتوب څخه و ویستل شي، نارینو پورې د وابستګۍ ذهنیت باید له منځه ولاړ شي.
په خپل فکر پر مخ ولاړې شي؛ له فکري غلامۍ د خلاصون لپاره دې پراخ عملي پروګرامونه تر سره شي.
ښځو ته د دوی حقونه ور وښول شي؛ او حق تر لاسه کول ور زده کړي.
د ښځو له حقونو د فعالې هندۍ دفاع کوونکې کملا باهېسن په ښکلې وینا به خپله ليکنه پای ته ورسوم، چې وايي : «هغه کسان چې د ښځو د حقونو دفاع کوونکې د کورونو ماتونکې ګڼي نو له ځان سره دې فکر وکړي که چېرته یو څوک ناروغه وي او ډاکټر ورته و وايي چې د مالاریا ناروغۍ لري نو ډاکټر د ناروغ روغتیا غواړي، که د هغه مړینه نه!
همداسې که مونږ میرمنو ته د دوی حقونو ورزده کوو دوی په ښوو او بدو پوهوي مونږ د دوی د کورني ژوند خرابوالی نه، بلکې سالمه کورنۍ غواړو، ښکاره ده سالمه کورنۍ؛ سالمې ټولنې رامنځته کوي»