
انسان چې خدای جل جلاله پيدا کړی د نورو حيواناتو په پرتله يې عقل هم ورکړی او همدغه عقل دی چې له نورو حيواناتو څخه يې را بيلوي نو ځکه خو هغه انسانان چې هيڅلکه دخپل شخصيت او کړو وړو په اړه فکر نه کوي له حيوناتو نه شو رابيلولی . که غواړئ شخصيت مو وده وکړي او په ټولنه کې وځليږئ لاندې عادتونه خپل کړئ .
۱- که غواړې په ژوند کې پرمختګ وکړئ نو په ريښتنې توګه خپلو کړو وړو ته ځير شئ او تجزيه يې کړئ
۲- که يو څوک په ستونزه کې وي ورباندې مه خانده .ځکه چې ستا شخصيت ته تاوان رسوي
۳- که غواړې شخصيت دې وده کړي دا يې ډيره ښه لار ده چې هر چاته مودبانه غوږ ونيسې اګرکه د نوموړي نظريه بې اساسه او درته جالبه هم نه وي
۴- يو چا سره دخبرو پر مهال هڅه مه کوه چې ډيرې خبرې وکړې هغه ته هم غوږ ونيسه
۵- کله که څوک درته تحفه درکوي هڅه وکړه چې بدله يې ورکړې ځکه بيا نورڅه هم غوښتلی شې
نورو ته دا احساس ورکړه چې ورسره مينه لرې
۶- کله چې ماتې خورې حوصله به له لاسه نه ورکوې او کله چې بريا ترلاسه کوې ډير ورته مه غره کيږه
۷- خپلې ستونزې په ډير ابتکارانه ډول حل کوه. ستونزو ته اجازه مه ورکوه چې ملګرو سره دې پر اړيکو اغيز وکړي
۸- خپل بد عادتونه دې په نښه کړه او کوښښ وکړه چې د وخت په تيريدو سره ځان ورځينې خلاص کړې
۹- موږ بايد د خپل ژوند معيار ډير لوړ نه کړو او همدارنګه له نورو سره مرسته وکړو، چې ورته کار وکړي . هڅه وکړئ چې نور ستاسې پر وړاندې د کمترۍ احساس ونه کړي هغوی ته مينه ورکړئ او ورسره له نيکو اخلاقو کار واخلئ
۱۰- کله چې دنورو په اړه غږيږې خپلو خبرو ته پام کوه ، ځکه نور هم ښايې زموږ په اړه په مختلفو وختونو او مختلفو ځايونو کې همغه څه ووايې چې موږ ويلي ،چې همدا زموږ په اړه دعامو خلکو قضاوت کيدلی شي .
۱۱- ځينې خلک عادت لري چې کومه جمله يې خوښه شي تکراروي يې موږ بايد هڅه وکړو چې له ورته عادت ځان وساتو .
۱۲- متوجه اوسئ څرنګه چې زموږ مثبت شخصيت وده کوي همدارنګه بد کرکټر هم وده کوي
له ځان څخه څو پوښتنې وکړه
ايا د خپلې کورنۍ غړو سره ورته چلند کوئ کوم چې په دفتر کې له خپل مشر او صنف کې له خپل استاذ سره کوئ؟
کله چې پوهيږې د نورو احساسات ژوبليږي په داسې مهال له ټوکو ټکالو ډډه کوئ ؟
ايا کله د دې خيال ساتې چې څوک درڅخه ازار نه شي ؟
ايا کله هم د مشرانو د احساس خيال ساتې ؟