پنځه تيروتنو د نړۍ لوری بدل کړ

دتاريخ تر ټولو سترې تيروتنې
۱- په جنوبي افريقا کې جورج هاريشن خپل کرونده په يو شرکت د ۱۰ جنيه په بدل کې و پلورله ، ځکه دغه ځمکه د کروندې وړ نه وه ، خو کله چې شرکت په دغه ځمکه کار پيل کړ ورته د سرو زرو يو داسې کان راووت چې دغه کان اوس دنړۍ د سرو زرو ۷۰ سلنه برابروي .
۲- په ۱۶۹۶ز کې له يو برتانوي نانواي څخه په خپل بخلنځي کې يو وړه سکروټه بله پاتې شوه او دی ويده شو ، لږ شيبه وروسته سکروټې اور واخست چې ورڅخه دنوموړي کور اوبيا دګاونډيانو او وروسته نږدې د لندن نيم ښار وسوځيده او په زرګونو کسان دمرګ تر کومي ورسيدل دغه اور چې ډير ستر اور بلل شوی ويل کيږي چې خپله جوفينز ته چې تيروتنه يې کړې وه هيڅ ضرر هم نه ورسيدلی
۳- په ۱۳۴۷ز درې ايټالوي بيړيو ته په چين کې يو څه موږکان ننوتل ، کله چې بيړۍ د ايټالي دمسينا تنګي ته ورسيدې موږکان ترې همدلته خواره شول او په دغه ښار کې ورڅخه د طاعون ناروغي خپره شوه ، دغه ناروغۍ په چين کې دچين نږدې نيم نفوس وژلی و، او کله چې په ايټاليا کې خپره شوه له دغه ځايه يې بيا د لس کالو په موده کې يې ټوله اروپا ونيوله، او په پايله کې يې داروپا نږدې دريمه حصه خلک ووژل
۴- ځينې سرچينې وايې ، چې دبرتاني يو پاچا دوخت د کاثوليک کليسا له بابا سره شخړه رامنځ ته شوه بابا چې غوښتل يې له برتانوي واکمن انتقام واخلي د برتانوي انجونو ودونه يې حرام وګڼل ، همغه و، پاچا دخپل رعايت پر وړاندې ناکام شو ، پاچا چې غوښتل يې له دې ستونزې ځان خلاص کړي په اندلس کې يې د مسلمانانو د ځينو علماء د وراستونې غوښتنه وکړه چې راشي او برتانيه کې خلک دعسيويت پر وړاندې اسلام ته راوبولي ، خو مسلمانان سستي وکړه او دا ډله يې يې برتاني ته وانستوله ، خو کله چې بابا له دې خبر شو سمدستي يې خپله پريکړه واخستله . که زموږ علماء هغه مهال سستي نه وه کړې نو تاسې فکر وکړئ چې د برتانې اسلام به څومړه ګټه اسلام ته رسولې وه يوه داسې امپراتوري به په اسلام مشرفه شوې وه چې لمر په کې نه ډوبيده .
۵ – ورته فرصت د بلاط په جګړه کې هم مسلمانانو ته په لاس ورغلی و د فرانسې پر وړاندې د مسلمانو د يرغل پر مهال مسلمانو عينې تيروتنه تکرار کړه ، کله چې دوی فرانسې ته ورسيدل نو د غنيمتونو په راټلولو بوخت شول او د اروپا دنيونې پلان يې همدلته ودراوه ، يو انګريز مورخ ليکي ، که عربان په بواتيه سيمه کې مات شوي نه واست نو نن به په کيمبرج او اکسفورډ کې قران لوستل کيدو.