اوبه څکل.. څنګه او کله

ليکوال : هبه غنيم
ژباړه : اسدالله ساحل

د انسان په بدن کې د اوبو ونډه
ژوند له هر څه ډېر اوبو ته اړتيا لري ، د ځمکې د کرې له څلورو برخو درې برخې يې اوبه دي . د انسان د بدن جوړښت له ۵۵ ـ ۷۵ ٪ پورې اوبه جوړوي ، د انسان د وينې وزن ۸۰ ٪ اوبه دي ، هډوکي يې ۲۰ ٪ عضلات يې ۸۰ ٪ دماغ يې ۸۵ ٪ سلنه جوړوي . انسان دنيا ته له راتګ څخه مخکې د اوبو په منځ کې ژوند کړی . له پورتنيو ټکو څرګنديږي چې يو ګيلاس اوبه د انسان په ژوند کې څومره اهميت لري . نو ځکه خو بايد پوه شو چې اوبه زموږ ورځني ژوند سره څومره تړاو لري څنګه او څه وخت يې و څکو ؟ راځئ لاندې کرښې ولولو چې پوه شو .
کله اوبه وڅکو
بدن لپاره د ابو اهميت ته په پام سره هڅه وکړو چې د ابو څکل خپل دايمي عادت وګرځوو
- له خوبه د پاڅيدو پر مهال يو ګيلاس اوبه هضم او معدې په روغ ساتلو کې مرسته کوي
- هڅه وکړئ چې د دايم لپاره اوبه له ځان سره ولرئ ، هر وخت ممکن ته ورته اړتيا پيدا کړې ، ځکه اوبه د وينې د چلند تصفيه کولو په برخه کې مهم رول لري .
- له هرو خوړو يو ساعت وروسته او يو ساعت مخکې کې يو ګيلاس اوبه وڅکه ، د خواړو د خوړولو پر مهال ډيرې اوبه مه څکه چې د هاضمې په پروسه بده اغيزه کوي
- کله چې د ګرمۍ احساس وکړې نو يو ګيلاس اوبه وڅکه
- اوبه د پوستکي ، ويښتانو او بندونو خاليګاوې تازه کوي او دبدن دنورو نيمګړتياو د پوره کولو په برخه کې اغيزمني دي نو ځکه خو له هر يو ساعت وروسته يو ګيلاس اوبه وڅکه .
- هڅه وکړه چې په خپل ځانګړي ګيلاس يا لوښې کې په اوبو څکلو ځان عادت کړې .
ځانګړې حالات
-ورزش کاران بايد د ابو په څکلو کې له مبالغې کار وانخلي ، ځکه د ورزش پرمهال ډيرې اوبه څکل د وينې چلند ټکنې کوي ، چې د سر د درد د پيدا کيدو لامل کيږي ، او حتی ځنې وخت دبېهوښۍ لامل هم کيږي .
- ناروغ وګړي بايد اوبو ته ځانګړې پاملرنه وکړي په ځانګړې توګه د درملو د خوراک پر مهال
- د مور شيدې ۹۰ ٪ اوبه دي نو ځکه خو شيدې ورکوونکې ميندې بايد ډيرې اوبه وڅښي
اوبو ته اړتيا
ـ د اوبو د مقدار کچه له يو انسان څخه بل ته توپير لري ځکه صحت ، د بدن حجم ، جنس ، دکار ډول سره ورته نه دي . خو يوشی چې تر ټولو مهم دي ځان سره د اوبو ساتل دي ، چې هر وخت ورته ستا اړتيا پيدا کيږي .
ـ له څو لارو د انسان له بدن څخه اوبه وځي : خوله ، متيازې کول ، هوا او.. نو ځکه خو انسان اړ دی چې د بدن د صحي توازن په موخه دايم اوبه له ځان سره ولري .
- په ټوله کې يو عادي شخص بايد په ورځ کې له يو نيم ليتر تر دوه ليتره پاکې او صحي اوبه وڅکي
تي خور ماشوم چې له شپږ مياشتو پورته وي اوبه ورکولای شو.
- دعمر په زياتيدو سره د انسان پوستکی خوشکي پيدا کوي نو ځکه خو مشران خلک بايد له کشرانو ډيرې اوبه وڅکي .
- ماشومان او سپين ږيري ډير کرته په خپله د اوبو څکلو ته نه متوجه کيږي نو ځکه خو بايد وخت په وخت ورته د اوبو وړانديز وکړو او ماشوم بايد له وړکتوبه د ډيرو اوبو په څښلو عادت کړو .
- په ورځني کار کې او يا لمر ته د ګرځيدو پر مهال اوبو ته اړتيآ پيداکوې نوځکه خو هڅه کوه چې د بدن اوبه دې پشپړې وساتې .
کله ډېرې او کله لږې اوبه وڅکو؟
په لاندې حالاتو کې بايد ډېرې اوبه وڅکو
- د حرارت درجې د لوړوالې په صورت کې
- د اسهال او ګرځون ( قي ) پر مهال
- د تنفسي ناروغيو په صورت کې ، ځکه اوبه د بلغمو دمخنيوي ترټولو ښه دارو دي
- او ځينو نور ناروغيو پرمهال
کله لږې اوبه وڅکو ؟
ـ د هغه امراض درلودل ، چې د اوبو څکل ورباندې بده اغيزه کوي البته د ډاکټر د مشورې پر بنسټ 
اوبه څرنګه وساتو:
ـ اوبه بايد د شيشي ، سټيل او يا هم د کولال په لاس جوړ شوي لوښي کې وساتل شي . لکه څرنګه چې د روغتيا نړيوالې ادارې يې سپارښتنه کړې .
ـ د پلاستيکي لوښو د دويم ځل استعمال څخه ډډه وکړئ ځکه دغه لوښي د يوځل کارولو لپآره جوړ شوي او بيا بيا کارول يې ضرر لري .
په يخچال کې د ابو ساتل تر ټولو ښه لار ده ځکه يخچال بکتراياو ته اجازه نه ورکوي چې پر اوبو اغيز وکړي .
ـ هڅه وکړئ چې پر بوتل اوبه ونه څکئ ځکه د بوتل د سر د خلاصيدو سره ځينې بکترياوې ستاسې بدن ته داخليږي ، په ځانګړې توګه هغه مهال چې اوبه په يخچال کې نه وي ساتل شوي .
- د ابو د صحت په اړه د شکمن کيدو په صورت کې اوبه جوش کړئ او بيا يې وڅکئ . د طبيعي افاتو د رامنځ ته کيدو او يا د جبه ييزو سيمو له او بو څخه د استفادې په صورت کې د اوبو جوش کول او دکلورين استعمال ډير اړين دي .