ملا برادر .. تفنګچه په سره دسمال کې

ليکوال : عمر فاروق
ژباړه : اسدالله ساحل
دغه پراګماتيک قومندان د طالبانو مشر هغه مهال ژغورلی و چې نوموړي ته يې د برقعې په سرکولو ويلي و.
د ۲۰۰۱د نومبر په ۲۰ مه کله چې د امريکا جنګي الوتکو او چورلکو دافغانستان يو ستر ښار او د طالبانو تر ټولو ستر مرکز قندهار تر خپلو بريدونو لاندې نيولی و ، همغه مهال که له يو لوري پر قندهار هوايي بريدونه راوان و له بل پلوه امريکانو يوې ځانګړې پوځي قطعې او ځينو افغان همکارنو ته دنده سپارلې وه چې د ملا عمر په ګډون دطالبانو او القاعدې مشران ونيسي او يا يې ووژني . د ناهيلۍ په دې پړاو کې يو پراګماتيک ۳۳ کلن ځوان ملا برادر اخند له خپل تقليدي مشر ملاعمر څخه غوښتنه وکړه چې برقعه په سر کړي او له ده سره په موټر سايکل له سيمې ووځي ، نوموړي له ملا عمر غوښتي و چې شخصي ساتونکي او وسله دې هم له ځانه سره نه اخلي ځکه چې ورته ستونزه جوړه وي ، که څه هم ملا عمر په پيل کې دغه کار ته زړه نه ښه کاوه وروسته چې اړ شو نو د دغه ملا ـ چې څو ورځې د مخه د پاکستاني او امريکايې استخباراتو له خوا په کراچۍ کې ونيول شو ـ خبره يې ومنله .
د ۲۰۰۷ له پيله له کله چې ملابرادر په پوځي برخه کې د طالبانو مشري کړې دغه تحريک ته يې ډيرې لاسته راوړنې له ځانه سره لرلي دي ، نوموړی وتوانيده چې د دغه تحريک خواره واره فعاليتونه سره منسجم کړي او يو قوي جګړه ييز ځواک ترې جوړ کړي ، ملابرادر په دغه تحريک ډير فعال غړی و ، نوموړی دنورو طالبانو په څير عادي طالب نه و خپل ځانګړي خصوصيات يې درلودل ، ويل کيږي چې نوموړي به دملاعمر د ناروغتيا پر مهال د دغه تحريک مشري هم پر غاړه اخيسته ، د طالبانو د دورې پر مهال په پاکستان کې د دغه رژيم سفير ملا عبد السلام ضعيف په ۲۰۰۱ز کې فايننشل ټايمز ورځپاڼې ته ويلي و: چې ملا برادر ډير ځيرکه ، ماهر او ارمه شخص دی له خلکو سره په ډيره سړه سينه خبرې کوي .
ملابردار ټول کړه وړه يو عادي افغان ته ورته و ، شړومبې به يې ډيرې خوښيدې ، پنځه وخته لمونځ به يې کاوه له غيږې نيولو سره يې ډيره مينه وه .
ملا برادر په ۱۹۶۸ د ارزګان د ويتامک په کلې زيږدلی ، د روسان پر وړاندې په جهاد کې برخه درلوده ، ملا بردادر دهغه ديرش کسيز ګروپ فعال غړی و، چې د ملاعمر په مشرۍ يې د وخت د ناخوالو پر وړاندې پاڅون وکړ ، له ۲۰۰۷ کال راهيسې د کويټي د شورا فعال غړی هم و ، دغه شورا څلور فعال غړي درلودل ، ملا برادر اخند د طالبانو د وخت د دفاع وزارت مرستيال ، ملا اختر عثماني دپوځ پخوانی قومندان ، ملا دادالله مشهور قومندان او ملاعبد الرزاق ، له دغه ډلې ځينې يې وژل شوي ځينې نيول شوي خو وروستی هغه يې لاهم ازاد ګرځي ، ملا عبدالغني برادر هم دغه خلا د طالبانو دتحريک تر مرستيالۍ ورساوه ، نوموړی په پاکستان کې ډير ډاډه ګرځيدلو ، نوځکه خو څو ورځې د مخه په کراچۍ ښار کې د امريکايې او پاکستاني څارګرو ادرو په ګډو عملياتو کې ونيول شو.
که څه هم د پاکستان ځينې پوځي کارپوهان دا نه مني چې نوموړی دې په کراچۍ کې نيول شوي وي له دې جملې د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر ، جنرال حميد ګل هم دی هغه وايې دا يوازې دامريکا د مطبوعاتو خبرې دي چې کوي يې .
امريکايانو سره دجګړې پر مهال ملابردر څو ځله له مرګ څخه بچ شوی چې تر ټولو مشهور په ۲۰۰۲ ز کې د نوموړي د وريرې د واده مراسم و ، چې د ده د وژنې لپاره امريکايانو ټول واده بمبار کړ ، خو نوموړی دځينو معلوماتو پر بنسټ له دغه واده پاتې شوی و ، خو بخت ورسره نوره ياري ونه کړه اوس دامريکايانو لاس ته ولويده .
ځينو پاکستاني کار پوهانو شرق الاوسط ورځپاڼې ته څرګنده کړې چې ملا عبدالغني برادرچې دطالبانو د ورې پرمهال د هرات والي و ، دطالبان له ځواکمنو قومندانو څخه و ، په تيرو درې کلونو کې ملابرادر نه يوازې د جنګي سيستم د سمبالولو دنده پر غاړه درلوده ، بلکې د دغه تحريک مالي چارې هم ملاعمر همدته سپارلې وې .
ويل کيږي چې د بودا دمجسمو په الوزولو کې هم ملا بردر فعاله ونډه درلوده .
د نوموړي د نېونې په اړه بيلابيلې خبرې کيږي ، ځيې داسې وايې چې نوموړی په تير اخر کې دې پايلې ته رسيدلی وه چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي اوپه همدې يې له ملاعمر سره اړيکې هم ترينګلې شوې وې ، داسې هم ويل کيږي ،چې نوموړي په دوبی کې دطالبانو او افغان حکومت تر منځ او په کابل کې د ملګروملتونو د سر منشي له ځانګړي استازي کای ايډه سره خبرې د ملا برادر په مشوره او لارښونه تر سره شوي . څارونکي وايې چې پاکستان و نه غوښتل چې د خبرو دا لړۍ بريالۍ شي نو ځکه خو يې نوموړی امريکايانو ته په لاس ورکړ ، خو په خپله پاکستان دا خبره نه مني وايې چې د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې يې د هغه خبرې پيداکړي او هغه يې نيولی او پاکستان د طالبانو پر وړاندې په خپله مبارزه کې جدی دی .
پاکستان نه غواړي په مستقيمه توګه ملابرادر امريکايانو ته وسپاري ځکه په کور دننه له غبرګون څخه ويريږي نو ځکه وايې چې غواړي ملا برادر به افغانستان ته وسپاري ، چې په اړه د افغانستان او پآکستان د کورنيو چارو وزيرانو موافقه هم سره کړې ده .
تفنچه په سره دسمال کې د افغانان هغه دود  ته اشاره شوې چې په تير کې به يې په ودونو کې کاراوه