پر ډېورنډ کرښه د لارو بندېدل او د ملي وحدت حکومت دریځ

په تورخم او سپین بولدک کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا جوړې شوې دروازې پرون پرانیستل شوې زرګونو افغانانو وکولی شول، چې افغانستان ته راشي. ویل شوي چې یوازې هغو کسانو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې چې د تګ را تګ لپاره یې ویزې اخیستې وې. نن به هم دا لارې پرانیستې وي، خو دا لاره لا هم د باور وړونکو موټر پر مخ تړلې ده. دغه راز په اسلام اباد کې افغان سفیر ویلي چې د دواړو لورو له خوا د شوې هوکړې له مخې به یوازې په اونۍ کې دوې ورځې دا لارې خلاصې وي.
ډیورنډ کرښه له سره د افغان ولس لپاره د یو ژور ټپ بڼه لري، خو کله چې بیا په کابل کې حکومتونه کمزوري وو، دا ټپ لار ژور شوی دی. لومړی خو پر ډیورنډ کرښه له سره هر ډول دوازې او تاسیسات جوړول ناقانونه دي او په دې اړه باید افغان دولت توند غبرګون ښودلی وای. دویم که دا کومه رسمي کرښه هم وای، د ټولو نړیوالو قوانینو له مخې د پولې دغه ډول تړل ناقانونه دي او باید مخه یې ونیول شي. له بده مرغه ددې لارې د بندولو له لامله افغان دولت وړ غبرګون نه دی، یا یې یوازې اخلاقي خبرې کړي او یا هم غلی پاتې شوی دی.
افغان دولت ته په کار وه چې ددغو لارو د بندېدو له امله یې خپله مخامخ پاکستان ته سخت احتجاج کړی وی، دغه راز په سیمه ییز او نړیواله کچه یې باید دا موضوع په شدت سره را پورته کړی وی. ددغه ډول پولو تړل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی، نو ځکه باید افغان دولت په ملګرو ملتونو او نورو اړوندو سازمانونو کې دا مسئله را پورته کړی وی او پر پاکستان یې فشار راوړی وی. دغه راز افغانستان او پاکستان دواړه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب لري، له لامله چې دا لاره د سوداګرۍ پر مخ هم تړلې او سوداګر هره ورځ میلیونه ډالره زیان کوي، نو په کار ده چې دا چاره له دغه سازمان سره هم یاده شوې وی او ترې د قانوني ګامونو د پورته کولو غوښتنه شوې وی. ویل کیږي چې له تورخم هاخوا ۵۰۰۰ باروړنکي لارۍ ولاړې دي چې د لارې خلاصېدو ته انتظار کوي. سوداګر وايي چې ځیني مالونه یو مخ له خرابۍ سره مخ دي او ځینې نور بیا هره ورځ میلیونونه ډالره زیان کوي.
د ملي وحدت حکومت ته لکه چې دا چاره هېڅ مهمه نه وي، له همدې لامله غبرګون یې سوړ دی او د ستونزې له حل سره مرسته نه کوي. یوازې په اسلام اباد کې افغان سفیر هلې ځلې کوي، خو هغه هم له بده مرغه اساسي هڅې نه دي. اوس دا چې د لارې په خلاصېدو یوازې په اونۍ کې دوې ورځې توافق شوی، دا هم د افغانستان د ګټو، د ډیورنډ په اړه د افغان ولس د دریځ او نړیوالو قوانینو خلاف دی. د حکومت دغه ډول دریځ او کړنو ته په کتو سره ښکاري چې موږ د ډیورنډ کرښې په اړه او له پاکستان سره په چلند کې لا هم کمزوري  یو او د ملي وحدت د حکومت دریځ د افغان ولس د ارادې، غوښتنې او ګټو خلاف دی.