
د پاکستان د ناکام بهرني سیاست له امله له امريکا سره د پاکستان اړيکې ترينګلې دي، له ايران سره د ګازو نلليکې پروژه ځنډېدلې او هند له اسلامي او عربي هېوادونو سره اړيکې پياوړې کړې دي.
د پاکستان د سرحدونو چارو وزیر عبدالقادر بلوچ وايي، د تورخم او چمن لارې يې ځکه بندې کړې څو پر افغانستان فشار راوړل شي چې د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي.
هغه دغه څرګندونې پرون د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې وکړې.
د پاکستان په پارلمان کې له افغانستان سره ددغه هېواد پر بهرنۍ تګلارې سختې نيوکې وشوې او په ډاګه شوې چې د لارو بندولو سره د ترهګرو مخه نه شي نيول کېداى.
شاوخوا درې اونۍ مخکې د پاکستان په یوه زیارت کې تر خونړي برید وروسته دغه هېواد د چمن او تورخم لارې وتړلې او تر اوسه یې په رسمي ډول نه دي خلاصې کړي.
په همدې تړاو پرون د پاکستان په ولسي جرګه ( قومي اسمبلۍ) کې د پاکستان پر بهرنۍ تګلارې سختې نيوکې وشوې.
د پخواني ولسمشر اصف زرداري په مشرۍ د پيپل ګوند وکيلې شاهدې رحماني وويل چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره په ټوليزه توګه ناکامه ده.
هغې زياته کړه چې له امريکا سره د پاکستان اړيکې ترينګلې دي، له ايران سره د ګازو د نل ليکې پروژه ځنډېدلې ده او هند له اسلامي او عربي هېوادونو سره اړيکې پياوړې کړې دي.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند وکيلې شيرين مزاري پر بهرنۍ تګلارې سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې له افغانستان سره د لارو بندول د ترهګرو مخه نه شي نيولی.
هغې زياته کړې:(( که د لارو بندولو سره ستونزې هوارېدلى؛ نو پاکستان دې تر ټولو مخکې له هندوستان سره رسمي لاره (واګه) بندر وتړي.))
د پاکستان د مذهبي ګوند جمعيت علماء اسلام سميع الحق ډلې وکيلې نعيمې کشور پوښتنه وکړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره څه ده او څوک يې جوړوي؟
نوموړې پر دې هم سخته نيوکه وکړه چې پخوا د پاکستان تر ټولو خوندي سرحدونه له افغانستان سره وو، خو اوس تر ټولو نا امنه شوي دي.
د پاکستان د سرحدي چارو وزير او د واکمن مسلم ليګ ګوند غړي عبدالقادر بلوچ د وکيلانو په ځواب کې وويل چې له بده مرغه له افغانستان سره يې اړيکې کله هم ښې نه وې.
نوموړي ادعا وکړه چې د افغانستان تګلارې تل د هندوستان پلوه وي او افغانستان تل د هندوستان ملاتړ کړى دى.
بلوچ وويل چې حکومت يې تل له افغانستان سره د ښو اړيکو لرلو هڅې کړې او اوس هم شاوخوا درې ميليونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
هغه زياته کړه، لارې يې ځکه بندې کړې څو پر افغانستان فشار راوړل شي چې د ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي. بلوچ وويل چې د افغانستان او پاکستان امنيت له يو بل سره تړلى او بايد سره په ګډه کار وکړي.