
عراقي پوځ وايي، د دوشنبې په شپه یې د موصل ښار مهمې حکومتي ودانۍ او د ښار لوی موزیم له داعش ډلې نیولي دي. پوځ وايي، دا ودانۍ یې د شپې په ناڅاپي بریدونو او عملیاتو کې نیولې دي.
څارونکي وايي، د داعش له لاسه د موصل ښار بېرته نیولو د عملیاتو په لړ کې زرګونه کورنۍ وتلې دي.
د موصل په جګړه کې ډېری استوګنیز ځایونه او ودانۍ ویجاړې شوې او هره ورځ زرګونه ولسي وګړي د جګړې له امله له ښاره وځي.
موصل د عراق تر ټولو لوی ښار او د اسلامي دولت ډلې مهم مرکز و. د ښار ختیځه برخه په تېره جنورۍ میاشت کې عراقي ځواکونو ونیوله. د تېرې یکشنبې په ورځ عراقي ځواکونه د موصل ښار لوېدیځ ته وخوځېدل. له داعش جنګیالیو د مرکزي بانک ودانۍ هم نیول شوې ده. داعش په ۲۰۱۴ کال موصل ښار نیولی و.
رویټرز خبري اژانس وايي، په نیول شویو ودانیو کې د محکمې هغه ودانۍ هم ده، چې اسلامي دولت ډلې پکې د سنګسار، له بامه د تورنو کسانو راغورځولو او لاسونو غوڅولو پرېکړې کولې.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، لا هم د موصل لوېدیځ کې تر ۸۰۰٫۰۰۰ پورې کسان اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، نژدې ۴۲٫۰۰۰ کسان یوازې تېره اونۍ بې ځایه شوي دي.
د تېرې یکشنبې په ورځ په دغه خپاره شوي راپور کې راغلي: "د موصل ښار لوېدیځ کې چې نرۍ کوڅې او لارې لري، خو ګڼ مېشته ښار دی، ولسي وګړي له لوی خطر سره مخ دي او زېربناوې سختې ویجاړې شوې دي. د څښاک پاکې اوبه هم ډېرې کمې دي".