
د امریکا پوځ وايي، په جنوبي کوریا کې یې د توغندیو د یوه لانجمن دفاعي سیستم ځای پرځای کول پیل کړي دي. د "تاد" په نوم د دغه دفاعي سیستم موخه د شمالي کوریا له خوا د ګواښونو مخنیوی ښودل شوی.
شمالي کوریا په تېره یوه میاشت کې د لرې واټن ویشتونکو میزایلو دوه بریالۍ ازموینې کړې دي، چې وروسته هغه یې د دوشنبې په ورځ وه.
د امریکا له لوري په سوېلي کوریا کې د دې سیستم ځای پرځای کولو نه یوازې د شمالي کوریا غوسه را پارولې، بلکې په جنوبي کوریا او سیمه کې یې هم غبرګونونه پارولي دي.
چین دا د امریکا تېری ګڼلی او په جنوبي کوریا کې یو شمېر کسان په دې باور دي چې د سیستم شاوخوا وګړي به په وېره کې ژوند کوي.
په ارام سمندر کې د امریکا قومندانۍ ویلي، چې دوی په جنوبي کوریا کې د توغندي ضد سیستم نصبولو په اړه تېر کال هوکړه کړې وه.
ددغه مرکز قومندان او سمندري قومندان هري هریس وویل: "موږ له جنوبي کوریا سره د اېتلاف پر ژمنو پرېکنده عمل کوو او له خپل ځان، د امریکا له خاورې او خپلو ملګرو دفاع کولو ته چمتو یو".
د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د دفاعي سیستم د ځای پرځای کولو پر پروګرام هوکړه شوې وه. امریکا په جنوبي کوریا کې کابو ۲۴ زره پوځيان لري.
امریکا وړاندې هم په ګوام او هاوايي کې دا ډول توغندي د شمالي کوریا د ممکنه بریدونو پروړاندې ځای پرځاي کړي دي.
په ورته وخت کې، د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي ویلي، د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره یې په یوه نظر دی چې د شمالي کوریا تازه ازموینې د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره ښکاره اندېښنه ده.
ښاغلي اوبي ویلي، موږ پر یوه خوله یو چې د شمالي کوریا ګواښ نوي پړاو ته ننوتلی دی.
شمالي کوریا په وار وار ویلي، توغندیز او فضايي پروګرام یې سوله ییز دی، خو اټکل کېږي چې له نیمې وچې تېرېدونکی بالیسټیک توغندي ته پراختیا ورکول یې امریکا ته هم رسېدلای شي.