
د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ردالفساد عملیاتو په لړ کې د دغه هېواد دوه پوځیان وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پېښه هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو له پټو معلوماتو وروسته په ملک اباد کې عملیات پیل کړل.
پوځ دا هم وايي، چې یاد پوځیان په سیمه کې د یوه مرکز له کلابندولو وروسته له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي دي.
په دې عملیاتو کې د وسله والو د وژلو یا نیولو په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو زیاته شوې چې دا عملیات لا هم روان دي.
تېره ورځ په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې هم له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان پنځه پوځیان وژل شوي وو.
پوځ دا ادعاهم کوله چې په یاده نښته کې لس وسله وال هم وژل شوي دي.
په پاکستان کې د وروستیو بریدونو له امله د دغه هېواد پوځ د فبرورۍ په ۲۲ مه د رد الفساد په نوم عملیات پیل کړل.
د دې عملیاتو پر بنسټ په پاکستان کې د پټو معلوماتو له مخې چاڼیز عملیات کېږي، چې په پایله کې یې تر اوسه سلګونه کسان نیول شوي هم دي.
دې عملیاتو سخت غبرګون هم پارولی، ځکه تر ډېره پکې پښتانه او افغانان په نښه کېږي.