مونږ د طبعيت پرتندي تل د وخت تندرو نه خورو
څه وكړو د شوخ نظر په جام كې سره اورونه خورو
سر شلوو ګرېوان شلوو څپېړو باندې مخ وهـــــو
هم د ليونو په څېر تاوكړي زنځيرونه خــــــورو
موږ ستا د ګستاخ ګلبڼ سپرليو تماشې كوو
نه له تا ښايست ژويو او نه دې ګلكڅونه خورو
هغــــــه د توبـــــو جنازې لاړې د ژوند مټونـــــه
اوس خوبه د لپو په كنډول كې شرابونه خورو
موږ سړيخواره نه يو مطربه نغمې سازي كـــــړه
موږه په سازونو د روحونو تصويرونه خـــــــورو
ويــــر، د ويـــــــر كيسې دي د رڼو اوښكو په ژبـــــو مــــــو
مه پوښته موږ مه پوښته بس پرېږده چې خپل زړونه خورو
اوســــه مطمئن زموږ هــــــر لفظ د كاڼې كرښــــــــه ده
موږه ښكلي نه يو چې وعدې خور قسمونه خـــــــورو
وړاندې چې د عشق ډګر ته شو نو بيا دي دوې كيسې
يا جــــــانان ګټو يا به جـــــــلانه پرې سرونه خــــــــورو
سيدجيلاني جلان
وروستي