
د امریکا د فدرال پولیسو (اف بي آی) مشر د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې وو د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې ټېلفوني خبرې څارل شوې دي.
د راپورونو له مخې، جیمز کومي د امریکا له عدلیې وزیر څخه غوښتي چې د ټېلفوني خبرو اورېدو په تړاو د ډونلډ ټرمپ ادعا رد کړي.
ښاغلي ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هغه مهال چې په واک کې و، د ده د ټیلیفوني خبرو اورېدو امر کړی و.
د اف بي آی مشر ویلي، پر بارک اوباما د ټرمپ درنه ادعا لویه تېروتنه ده او باید تصحیح شي.
ان بي سي شبکې هم راپور ورکړی چې لوړپوړو امریکایي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د خپلو ټیلیفونونو د څارل کېدو خبره پر ټویټر وکړه، د اف بي آی رییس د امریکا له عدلیې وزارته وغوښتل چې د ښاغلي ټرمپ ادعا رد کړي، ځکه هېڅ داسې شواهد نه شته چې د اف بي آی لخوا د قانون ماتونې ادعا تایید کړي.
سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ اعلان کړه چې تر دې وروسته به نه ولسمشر او نه هم د سپینې ماڼۍ کوم بل مسوول د دې موضوع په اړه نظر څرګند کړي.
سپینې ماڼۍ د امریکا له کانګرس څخه په دې اړه د څېړنې غوښتنه کړې چې رښتیا هم بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستیو میاشتو کې له واکه ناوړه ګټه اخیستې ده کنه.
که د امریکا عدلیې وزارت په خپله بیانیه کې د اف بي آی رییس د خبرو په تایید د ډونلډ ټرمپ ادعا رد کړي، نو دا به په امریکا کې د برحاله ولسمشر لپاره لویه رسوایي وي.
وړاندې تر دې د امریکا ملي اطلاعاتو مرکز پخواني مدیر جیمز کلیپر هم د ډونلډ ټرمپ او د هغه د اوسېدو ځای د ټېلفوني خبرو اورېدل رد کړي وو.