په یوه غلجکي برید کې پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

د پاکستان پوځ وايي، په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې وسله والو د پاکستاني ځواکونو پر دریو پوستو برید کړی چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي. پوځ وايي، په ځوابي برید کې لس وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، وړمه شپه وسله والو په مومند ایجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید وکړ، په نښته کې د پاکستان پنځه پوځیان او د معلوماتو له مخې لس وسله وال وژل شوي دی. سرچینې د پوځیانو د ټپي کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
تېره میاشت هم وسله والو د دې ایجنسۍ په مرکز کې ځانمرګی برید کړی و. له هغه مخکې یې یو حکومتي ښوونځی په بمونو الوځولی و. پر دې سربېره په مومند ایجنسۍ کې د امن لښکر غړي هم په نښه شوي دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرل قمر جاوېد باجوه په وروستۍ نښته کې د پوځ ځوابي برید ستایلی دی. نوموړي دا خبره هم کړې چې پر کرښه د افغان ځواکونو ځای پر ځای کېدل پکار دي.