ټرمپ ژمنه وکړه، چې د شمالي کوریا دمخنیوي په موخه به له هر څه کار واخلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیلیفون په کرښه د جاپان ولسمشر سیندزو آبي او د جنوبي کوریا د سرپرست ولسمشر خوان ګي آنوم سره د شمالي کوریا د توغندیو د آزموینې په هکله خبرې وکړې. په دې هکله خبر د سپېنې ماڼۍ د رسنیزو چارو دفتر خپور کړی دی.
د«ریا نووستي» خبري آژانس د سپېنې ماڼۍ د رسنیزو چارو دفتر د اعلامیې له مخې کاږي:«هغه څرګنده کړه، چې دهغه اداره په راتلونکې کې د شمالي کوریا د مخنیوی او د بالیستیکي توغندیو نه د دفاع په موخه اړین ګامونه، چې دامریکا ټول پوځي ښوونتیاوي په په کې وکارولې شي، پورته کوي».
ویل کېږي، چې خواوي دې پایلې ته رسېدلې چې شمالي کوریا دملګرو ملتونو دامنیت شورا داعلامیې نه سرغړونه کړې ده.
ټرمپ په همدې ډول دجاپان او جنوبي کوریا دملاتړ په تړاو دخپل «نه ماتېدونکی هوډ» څرګندونه وکړه.