
ایران په نړی کې د ترهګری تر ټولو ستره سرچینه ده. دا نظر نن په بیت المقدس کی د اسرائيلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو په هغه مراسمو کې څرګند کړ چې په بوينوس ايرس کې د اسراييلو په سفارت د برید ۲۵ تلين په مناسبت جوړ شوی وو.
د اسرائيلو ټايمز راپور له مخی، یاد شوی برید د ۱۹۹۲ کال په مارچ کې د ارجنټاین په پلازمینه بوينوس ايرس کې ترسره شوی وو، چې په پایله کې يې ۲۹ کسان وژل شوی وو. بنیامین نتانیاهو د دغه برید مسول ایران بللي.
نتانیاهو:«ایران په نړی کې د ترهګری تر ټولو ستره سرچینه ده، موږ باید د دې ترهګرۍ په وړاندی مبارزه وکړو. دا د ایران د یرغل یوه لاره ده. دا په داسی حال کې دی چې هغوی هڅي کوي خپل اتومي وسلو ته پراختيا ورکړی او بالیستیکي توغنديز پروګرام ته وده ورکړي.»
نتانیاهو زیاته کړه، په بوينوس ايرس کې د اسراييلو په سفارت د برید راهیسې اسرائيل لا غښتلی شوی.