
د نوي ډیلي لپاره تر ټولو ستره اندېښنه په سیمه کې د قدرتونو د نوې لوبې پیلېدل دي، چې دا به د طالبانو د ملاتړ په برخه کې پاکستان او د ترهګرو نورو ملاتړو ته بر لاسی ور کړي. (انډیا ټایمز)
په داسې حال کې چې په دې ورځو کې نوی ډیلی د اسیا د نولسم امنیتي کنفرانس کوربه دی، هندي چارواکي له چین، روسیې او امریکا سره پر دې کار کوي، چې څنګه افغانستان او هند د سیمه ییزو قدرتونو د نوي بلاک او ترهګرۍ له اغېزو وژغوري.
هندي چارواکي اندېښنه لري، چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت په کور دننه له سیاسي کړکېچ او د طالبانو له مخ پر ودې بریدونو سره مخ دی او که په دغسې حالاتو کې په سیمه کې د روسیې او چین په مشرۍ نوی بلاک رامنځته کېږي، ډېر منفعت به یې پاکستان، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ورسېږي.
په کور دننه او بهر د لویې جرګې له لارې د غني حکومت د یوه سیاسي الټرنېټیف خبرې کېږي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کې ټاکونکی رول لوبولی شي.
د هند انډیا ټایمز وايي، چې د نوي ډیلي لپاره تر ټولو ستره اندېښنه په سیمه کې د قدرتونو د نوې لوبې پیلېدل دي، چې دا به د طالبانو د ملاتړ په برخه کې پاکستان او د ترهګرو نورو ملاتړو ته بر لاسی ور کړي.
هندي چارواکي وايي، چې امریکا په داخلي سیاستونو کې بوخته ده او روسیه، چین، ترکیه، ایران او پاکستان د داعش د مخنیوي لپاره له طالبانو سره د یوه ملګري ځواک په توګه د سیاسي خبرو اترو د پیلېدو په لټه کې دي.
په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، چې اسلام اباد د ښه او بد ترهګر سیاستونه تعقیبوي، په داسې حال کې چې د طالبانو په څېر د داعش ريښې هم په پاکستان کې دي.
هغه وايي:(( موږ باید د اتیایمې او نوییمې لسیزې تېروتنې تکرار نه کړو، چې یوه افراطي ډله د بلې هغې پر ضد استعمال کړو. دا همغه د ښو او بدو ترهګرو داستان دی، چې پاکستان یې په سیمه کې په ډېر مهارت کاروي. موږ پوهیږو، چې د طالبانو په څېر د داعش ريښې هم په پاکستان کې دي.))
هند د خپلو دوو پخوانیو زړو متحدانو روسیې او ایران او نوي متحد امریکا ترمنځ په یوه دوه لار کې واقع دی.
نوی ډیلی نه غواړي، چې روسیه او ایران د پاکستان په صف کې راشي، خو په ورته وخت کې له امریکا سره د افغانستان پر ثبات او د داعش د خطراتو د کمولو له لارې د روسیې او چین د اندېښنو پر رفع کولو هم کار کوي.