
شمالي کوریا نن سهار څلور بالستیک توغندي وتوغول چې له زر کیلومتره واټن وهلو څخه وروسته د جاپان په سمندر کې ولویدل.
له دې پیښې لږه ګړۍ وروسته د جاپان خبري اژانس خبر ورکړ چې د توغندیو له جملې یې درې هغه د جاپان په ځانګړي اقتصادي زون کې لګیدلي دي، د دغه هیواد لومړي وزیر ویلي دي چې شمالي کوریا د دې کار په تر سره کولو سره ټوله نړۍ له خطر سره مخ کړې ده.
له بلې خوا د سویلي کوریا د ولسمشرۍ سرپرست امنیت شورا ته ویلي دي چې ژر تر ژره به د توغندیو هغه دفاعي نصب کړي کوم چې د امریکا له خوا ورکړل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د دغه دفاعي سیستم د نصب پر وړاندې چین سخت غبرګون ښودلی و.