د کرزي کورنۍ او افغان غميزه کتاب چاپ شو

 
په ياد کتاب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال، په حکومت کې د کرزي کورنۍ په ځانگړي ډول د ده د وروڼو رول، د حامد کرزي سياست، شخصيت او د واکمنۍ پر مهال شته ستونزې او فرصتونه او همدارنگه د حامد کرزي د ټيم د غړو کرکټر او ژمنتيا په څېړنيزه بڼه معرفي شوې. د دې کتاب په پښتو ژباړه پخواني ولسمشر حامد کرزي خپل يادښت ليکلی او د لوستونکو د مطالعې وړ کتاب يې بللی.
ياد کتاب «جاشوه پارټلو» چې په مکسيکو کې د واشنگټن پوسټ مسوول دی ليکلی، لطف الله لطف ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې کړی.